عاجل خبرونه

اسرائيلي پوځي ځواکونو په غزه کې د حماس په وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي

(Last Updated On: جولای 18, 2014)

pashto

د رپوټونو له مخي د اسرائيلو پوځي ځواکونو په غزه کې د حماس په وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي.د اسرایيل لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو ویلي:

له دغو عملیاتو موخه د هغو بنسټونو له منځه وړل دي،چې په اسرائيلو راکټي بریدونه کوي.

عیني شاهدان وايي، چې شاوخوا لس ټانکونه له اسرائيله د غزې خاورې ته اوښت ديي.

د ملگرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په اسرائیلو غږ کړی، چې د ولسي وگړیو د مرگ و ژوبلې مخنیوی وکړي.

د حماس ډلې یو ویاند ویلي، ځمکني عملیات به خونړي او ناوړه عواقب ولري.

په تېرو څو ورځو کې پر غزې د اسرایيلي ځواکونو د بمبارد او بریدونو له کبله شاوخوا ۲۳۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وگړي دي.

د یادوني وړده، چي د چارشنبي ۵ ساعته اوربند اسرائیلو مات کړ.

About Ariana News

Check Also

هڅه کوو، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته قانع شي- خان

(Last Updated On: جنوري 8, 2019) د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ژمنه کړې، چې له …