ازبکستان او روسيه د افغانستان پر کانونو پانګو نه غواړي

(Last Updated On: مې 12, 2017)

vlcsnap-2017-05-12-20h04m27s110

د منځنۍ آسیا لپاره د ولسمشرد ځانګړي ادارې مسوولین وايي،  د کانونو وزارت له نوې رهبرۍ سره له نږ دي کار پیل کړی، چې په دې برخه کي پانګو نه جذ ب شي.

د منځنۍ آسیا لپاره د ولسمشرد ځانګړي ادارې سلاکار ابراهیم تمیل وایي؛  د روسیې او ازبکستان یو شمېر شرکتونه غواړي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

د نومکوړي په وینا؛  روسي او ازبک پانګوال غواړي، چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. مونږ هم د کانونو وزارت له نوې رهبرۍ سره کارپیل کړی، چې زمینه ورته برابره شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، د افغانستان په کانونو کې د روسيي او ازبک شرکتونو پانګونه کولی شي د هېواد د اقتصادي پراختیا او د کانونو د منظم استخراج سبب شي.

هغه له حکومته غواړي، چې له دې چانس نه لوړه ګټه پورته کړي.

د دوی په باور که د افغانستان په کانونو او نورو بېخبنايي پروژو کي د منځنۍ آسیا هېوادونو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شي؛ هم به مو خلکو ته کارپیداشي او هم  به مو هېواد له اقتصادي بحران څخه ووځي.

خبریال:  اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …