عاجل خبرونه

اروپايي ټولنه به تر دوه زره شلم كال پورې خپلو مرستو ته دوام وركړي

(Last Updated On: February 03, 2014 8:11 pm)

په افغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو رئيس وايي، كه د كابل واشنګټن امنيتي تړون لاسليك هم نه شي، دوى به تر دوه زره شلم كال پورې له افغانستان سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

د اروپايي ټولنې د پوليسو مسئولين وايي، چې لاهم په افغانستان كې يو شمېر سيمې د طالبانو تر ولكې لاندې دي، خو زياتوي چې افغان ځواكونو د جګړې په ډګر کې وسله وال طالبان مات كړي دي.

د اروپايي ټولنې د پوليسو مسئولين وايي، چې افغانستان له امنيتي اړخه په دوه زره څوارلسم كال كې له جدي ستونزو سره مخامخ دى، خو كه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه شي، د افغان پوځ د ملاتړ لپاره د نړيوالې ټولنې مرستې به له جدي خطر سره هم مخامخ شي.

په افغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو رئيس كارل اګه روګه وایي:

په يقين سره ويلى شم، چې د كابل واشنګټن امنيتي تړون له افغانستان سره له دوه زره څوارلسم كال وروسته د نړيوالو مرستو سره مستقيمې اړيكې لري. زه غواړم دا ښكاره كړم، چې كه امنيتي تړون لاسليك هم نه شي اروپايي ټولنه به تر دوه زره شلم كال پورې خپلو مرستو ته دوام وركړي.

د ښاغلي روګه په باور كه د كابل او واشنګټن امنيتي تړون لاسليك هم نه شي، افغان پوځ به ونه پاشل شي، خو د نړيوالو سرتېرو مرستې به اړتيا ولري.

افغان ځواكونه همدا اوس سخت مامويت په مخ كې لري او تر راتلونكو يوولسو مياشتو پورې به د جګړې بشپړ مسئوليت په غاړه ولري.

افغان چارواكي وايي، چې د جګړې په ډګر كې د افغان ځواكونو بريا په درنو وسلو د هغوى د سمبالولو سره تړلې ده، خو امريكا وايي كه تړون لاسليك نه شي، دوى نه شي كولي په افغانستان كې خپل ماموريت ته دوام وركړي.

About Ariana News

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …