عاجل خبرونه

ارواښاد عبدالله بختانی د خپل کلي په پلارنۍ ادېره کې خارو ته وسپارل شو

(Last Updated On: فبروري 25, 2018)

د هېواد ستر فرهنګي، شاعر او لیکوال سرمحقق عبدالله خدمتګار بختانی، د خپل کلي په پلارنۍ ادیره کې خارو ته وسپارل شو.

د استاد بختاني د جنازې مراسیمو ته پر ګڼو لوړپوړیو حکومتي چاراکو سربېره له لر و بر څخه ګڼ لیکوالان، شاعران، ژورنالیستان او فرهنګپال راټول شوي وه.

لیکوالان او فرهنګیان د خدمتګار بختاني مړینه د افغان ولس لپاره لویه تشه بولي.

لیکوال او وژرنالیست محمد زرین انځور د ارواښاد استاد بختاني مړینه ستره ضایعه بولي او وایي، چې ۹۳ کاله یې پر ثمره ژوند کړی او د افغانستان د فرهنګ او ادب د ودې او پراختیا په زیار کې یې د ژوندانه اوږده کلونه تر شاه پریښودل.

لیکوال او ژورنالیست عبدالعفور لیوال د ارواښاد له فرهنګي هڅو ستاینه وکړه او وایي، چې استاد بختاني پر تخلیقي او تحقیقي ادب سربېره دیني ادب کې هم لوی لاس درلود.

ښاغلي لیوال همدارنګه د ارواښاد بختاني دیني هڅو ته په نغوته کې وویل، چې استاد پښتو او دري ادب ته خپله دیني پانګه هم وړاندې کړې او له سلو ډېر بېلابېل کتابونه یې لیکلي دي.

لیکوالانو او فرهنګیانو دا په ډاګه کړې، چې خدمتګار بختاني پخپلو لیکنو کې د ولس دردونه انځورکړي او افغان بچو ته یې، د ادب او فرهنګ هسک ته د رسیدو لپاره راڼه مشالونه بل کړي دي.

په علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار لال پاچا آزمون وایي؛ ولسمشر ته د ارواښاد وروستي تیلیفوني پیغام دا و، چې ولسمشره! زه له تا بل څه نه غواړم؛ څه، چې غواړم هغه افغانستان دی. افغانستان ډېر خراب شوی، زما پر افغانستان ډېر پام کوه!        

د ارواښاد استاد خدمتګار بختاني مشرزوی نصرت الله بختاني د خپل الله بښلي پلار یو بیت د هغه خدمت ته په نغوته کې داسې وړاندې کړ: زه نه خان یم نه ملک یم نه سردار یم – د خوارانو غریبانو خدمتګار یم

ښاغلي نصرت الله بختاني ويلي، چې د پلار یوازنۍ هیله یې د پرمختللي او ودان افغانستان لیدل ول.

ارواښاد عبدالله خدمتګار بختاني د مور او پلار په ملاتړ د کلي په مدرسه کې دینې زدکړې بشپړې کړې وې، ترڅنګ یې په ټولنیزو علومو کې بېلابېلو استادانو ته د کتابونو پاڼې پرانستي او د ژوند په ګڼو برخو کې یې پوهه ترلاسه کړې وه. استاد په بېلابېلو علمي او فرهنګي ادارو کې د ریاست ترکچې دندې ترسره کړې او یو شمېر آثار یې په بېلابېلو ژبو ژباړل شوي هم دي. په وروستیو کې د علومو اکاډمۍ له لوري د کړي عملي خدمت په بدل کې د سرمحقیق علمي رتبه، چې د پوهاند معادل ده ورکړشوې وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …