عاجل خبرونه

اجمل: د هیواد گمرکي عواید په زیاتېدو دي

(Last Updated On: جولای 4, 2015)

vlcsnap-2015-07-04-18h00m14s214

د وران مالي کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د هېواد د ګمرکونو عواید اووه سلنه زیات شوي دي.

د مالیې وزارت وایي، د دوی څیړنې ښیي چې د افغانستان د ګمرکونو عواید د زیاتېدو په حال کې دي.

مسولین وایي، په لویدیځ زون کې د درې ګمرکونو د څیړنو پایله ښیی چې ځینو یې له پنځوس سلنه زیات عاید کړی دی.

په ځینو ګمرکونو کې د عوایدو د زیاتوالي لپاره جدي کار روان دی.

په لویدیځ زون کې وروستۍ څیړنې ښیی چې د هرات د ګمرک عواید په تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیارد او نهه شپیته میلیون افغانیو ته رسیدلي دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زی:

د هرات ولایت ګمرک په روان ۱۳۹۴ کال کې ۱۲ ملیارده او ۷۰۰ افغانۍ هدف ټاکل شوی او د روان کال د چنګاښ تر لسمې نیټې پورې دوی وکړای شول یو ملیادر او ۶۹ ملیون افغانۍ ترلاسه کړي.       

په همدې توګه فراه کې هم عواید څه باندې پنځوس سلنه زیات شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زی:

موږ په تېرو ۶ میاشتو یا دوو ربعو کې یو ملیارد او ۷۵ ملیون افغانۍ تر لاسه کړي. که موږ د فراه ولایت عواید له تېر ۱۳۹۳ کال سره پرتله کړو، نو زموږ عواید د تېر کال په پرتله دوه برابره دي.    

د نیمروز ولایت ګمرک ته په روان کال کې د درې میلیارد او اووه میلیون افغانیو د ټولولو هدف ټاکل شوی چې   د روان مالي کال په شپږو لومړیو میاشتو کې یې عواید د تېر کال په پرتله پنځه سوه څلور نوي میلیون افغانۍ زیات شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …