عاجل خبرونه

اجرايي رییس عبدالله عبدالله سعودي ته ځي

(Last Updated On: October 15, 2016 5:58 pm)

vlcsnap-2016-10-15-17h41m24s133

ټاکل شوې اجرایي رییس د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د همکاریو د جلبولو له پاره ریاض ته سفر وکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وایي، عبدالله عبدالله به د دې سفر په لړ کې له سعودي عربستان وغواړي چې پر پاکستان نور فشار راوړي او څو هوکړه لیکونه به په اقتصادي، زده‌کړو او لوړو زده‌کړو کې له عربي چارواکو سره لاسلیک شي.

دی وایي، په نږدې راتلونکې کې به اجرایي رییس د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د صادقانه همکاریو د جلبولو له پاره هغه هېواد ته سفر وکړي.

افغان دولت له سعودي عربستان څخه غواړي چې د سولې خبرو ته طالبان حاضر کړي. اجرایي رییس دې برخه کې د ریاض د همکاریو د جلبولو له پاره سعودي عربستان ته سفر کوي.

د اجرايي رياست د وياند مرستيال جاوید فیصل وايي چې عبدالله عبدالله به له طالبانو سره د خبرو او د ترهګرۍ خلاف د مبارزې پر څرنګوالي اسلام آباد ته هم سفر وکړي، خو آیا عربستان کولای شي پاکستان په افغانستان کې له لاسوهنو او جګړو ته له پکي وهلو را وګرځوي.

د سياسي چارو شنونکی میاګل وثیق وايي چې په افغانستان کې څه باندې یوه لسیزه کېږي چې جګړه روانه ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره تاوتریخوالی زیاتېږي خو تر اوسه د افغانستان د جګړې د حل له پاره هېڅ سیاسي حل لار نه ده پیدا شوې.

 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …