عاجل خبرونه

اجرايه رييس عبدالله عبدالله: په هېواد کې د بهرنيو سرتېرو پاتې کېدو ته اړتيا ده

(Last Updated On: October 1, 2015)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس وایي، د کندز سقوط وښوده چې افغانستان لا هم بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري. ښاغلي عبدالله ویلي چې د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته د افغانستان په اوږو دروند پېټۍ بار شوی دی. دی وایی، افغان او بهرني پوځي جنرالان په افغانستان کې د ناټو د ځینو سرتېرو له پاتې کېدو سره واحد نظر لري. هغه له طالبانو سره د سولې خبرې جعلي بللې دي.

له ۲۰۰۱م کال وروسته طالبانو د لومړي ځل له پاره د کندز ښار ونیوه. د ملي يووالي د حکومت اجرایي رییس وایي، کندوز به په یوې یا دوو ورځو کې له وسله والو پاک شي، خو د کندوز پېښې وښوده چې بهرني ځواکونه باید له افغان ځواکونو څخه پرلپسې ملاتړ وکړي.

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي:

«اوس پرېکړه د امریکا په ولسمشر او د هغه په ادارې پورې اړه لري، خو لکه چې زه د افغان او بهرنیو پوځي جنرالانو لید لوری ګورم، هغوی په دې باور دي چې له دوه زره شپاړسم کال وروسته افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو سرتېرو پاتې کېدو ته اړتیا ده.»

هغه وایي، د ملا محمد عمر د مړینې د خبر د پټ ساتلو له کبله د سولې خبرې ودرېدې او ټینګار یې وکړ چې دغه خبرې جعلي وې.

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله زياتوي:

«طالبانو د ملا محمد عمر د مړینې خبر پټ ساتلی و او هغوی د هغه په استازیتوب د سولې خبرو ته راغلي وو، خو مړینه یې افشا شوه. دا خپله یوه کیسه بیانوي او دا کیسه ښیي چې د سولې خبرې جعلي وې.»

نوموړي د ملي پخلاینې د بهیر په اړه ویلي چې د ملي یووالي حکومت دا مهال د پخلاینې په تګلارې، د سولې د خبرو په راتلونکې او نورو اړخونو یې کار کوي او پام وړ مساله د امنیت پراختیا جوړوي. ښاغلی عبدالله وایي، که په راتلونکي کې خبرو ته فرصت برابر شي، دوی به یې مالکیت په غاړه واخلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د طالب بندیانو د خلاصون بهیر یو ځل بیا له تخنیکي ستونزو سره مخ شو

(Last Updated On: April 4, 2020)د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلې په څلورمه ورځ هم …