عاجل خبرونه

اجرائیه رییس له ځوانانو وغوښتل، چې د مسعود لار تعقیب کړي

(Last Updated On: سپتمبر 9, 2017)

 اجرائیه رییس پر سور فرش د مقاومت څلي ته ولاړ او د ګلونو د ګیډۍ ایښودلو پر مهال یې د مسعود له ویرجنو او ځوانانو وغوښتل، چې د ښار نظم رعایت او د مسعود لار تعقیب کړي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ په روانو ورځو کې مو له خلکو او په ځانګړي توګه له ځوانانو غوښتنه داده، چې د  تېر په څیر دې د شهید د درناوي تر څنګ د خلکو ژوندانه ته هم درناوی وکړي او د خپلو غریبو خلکو، چې کار کوي او یاهم ناروغان روغتونونو ته لیږدوي؛ ستونزې جوړې نکړي.  

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وایي، د شهیدانو آرمان تلپاتې او ثبات دی او د دغه آرمان د پوره کولو لپاره سلګونه سرتېري په سنګرونو کې قرباني ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، د مسعود غوښتنه د افغانستان تلپاتې خپلواکي وه او مونږ په دې لاره کې مسعود ته ورته میلیونونه شهیدان ورکړي دي او ځواکونه مو د دې لارې په ساتلو کې د جهادي سنګرونه ساتي.

که څه هم ویل شوي وه، چې د مسعود پلویان دې خلک نه ځوروي؛ خو د مسعود څلورلارې ته ورتلونکې لارې تر چهلستون او ده دانا پورې سختې بندې وې، چې درې ساعته یې دوام وکړ.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …