اجرائیه ريیس د درې امنیتي چارواکو د استعفاګانو مخه نیولې

(Last Updated On: August 27, 2018)

د اجرائیه ریاست سلاکار وایي، ښاغلي عبدالله عبدالله له ولسمشر غنی څخه غوښتی، چي د کورنیو چارو او ملي دفاع د وزیرانو او د ملی امینت د رییس استعفاګانی منظورې نکړی؛ ځګه، چې د هغه په باور په اوس وخت کي د درې چارواکو ګوښه کیدل د هېواد په ګټه ندي .

د راپورونو له مخې؛  کله، چی د کورنیو چارو، ملي دفاع  وزیرانو او ملی امنیت لوی رییس خپلی استعفاګانې وړاندي کړې؛ اجرائیه رييس عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ناتو د غوځ ملاتړ ماموریت له قومندان جنرال نیکلسون سره وکتل او هغه ورته سپارښتنه وکړه، چې د د وزیرانو او ملي امنیت د رييس د استفاګانو مخه ونیسي

 د اجرائیه ریاست یو سلاکار هم د دغې خبرې پخلی کوي.

د اجرائیه ریاست سلاکار پاینده محمد حکمت وایي؛ داسمه ده، چې اجرائیه رییس داکتر عبدالله  عبدالله مداخله وکړه او په اوسنیو حالاتو کې یې دا د هېواد په خیر ونه ګڼله او ولسمشر ته یې وویل او د درې واړو استعفاوې ونه منل شوې.

 سیاسی کارپوه شیوا شرق وايي، که ولسمشر د امنیتی ستکور د وزیرانو استعفاګانې منلې وای؛ نو حالات به له دې هم ترینګلي شوي وای او ناامنیو به زور اخیستی وای.

حکومتی سرچینو ویلي؛ له هغی وروسته، چې غزنی ولایت د وسلوالو طالبانو تربرید لاندی راغی او په کابل کې داعش پر ولسمشرۍ ماڼۍ توغندیز بریدونه وکړل ولسمشر له امینتي چارواکو وغوښتل، چې استعفاګانې وکړی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا غړی له تښتونې وروسته وژلی دی ـ سرچینې

(Last Updated On: August 25, 2019)یو شمېر سرچینو څرګنده کړې، چې طالبانو د سمنګان ولایتي …