عاجل خبرونه

اجرائیه رییس د نور څرګندونو ته خپل غبرګون څرګند کړ

(Last Updated On: جنوري 15, 2018)

اجرايي رييس د بلخ د ګوښه شوي والي عطا محمد نور څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې چوپتیا یې د ځواب د نشتوالي له کبله نه ده.

له هغه مهاله، چې ولسمشر د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا منلې؛ ښاغلي نور ولسمشرۍ  او سپیدار ماڼۍ په وار وار ننګولي، خو حکومت پرې سر نه دی ګرځولی.

د ارګ او سپیدار ماڼیو چوپتیا خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دي؛ خو اجرائيه رييس وايي، چوپتیا یې له دې کبله نه ده، چې ګواکي د ځواب ویلو لپاره څه نه لري.

د ښاغلي عبدالله په وینا؛ دوی په لویو ملي مسایلو تمرکز کړی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي، مونږ یې د ټولو څرګندونو ځواب لرو او ډېرې خبرې دي، چې پرې بحث کیږي؛ خو د حکومت نور ټول کارونه به پاتې وي.

سیاستوال بیا روان وضعیت ښه نه ګڼي او له حکومت څخه غواړي، چې را ولاړه شوې ستونزه د قانون په رڼا کې حل کړي.

سیاسي کارپوه عبدالبصیر رنجبر وایي، د حکومت او جمعیت ګوند باید قانوني کړنې ترسره کړي او که معامله وشي؛ غوره پایلې به ونلري.

ویل کیږي، چې د جمعیت ګوند ځينو غړیو د رامنځته شوې شخړې د هوارۍ لپاره اووه ځله له حکومت سره خبرې کړي؛ خو کومه مثبته پایله یې نه تر سترګو کیږي.

عطا محمد نور اوس هم خپل دریځ ټینګ کړی او وايي، چې تر هغه وخته به د بلخ والي وي، چې د جمعیت او حکومت خبرې پایله ورکړي او نوې هوکړې ته ورسیږي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …