عاجل خبرونه

اجرائیه ریاست په ځینو مواردو کې له قانون پورته عمل کړی

(Last Updated On: March 26, 2016 8:40 am)

vlcsnap-2016-03-26-08h33m18s38آریانانیوز ته رسیدلي اسناد ښیی؛ د بلخ سرپرست والي په یوه پیشنهادي لیک کې له اجرائیه ریاست غوښتي، چې د حیرتان بندر د نفتي توکو د ادارې سرپرست محمد عظیم عظیمي د دغې ادارې د رییس په توګه منظور کړي.

داکتر عبدالله هم دغه وړاندیز په خپل لاسلیک منظور کړی دی. د قانون له مخې، په لومړیو او دوه یمو بستونو کې د ټاکنې منظوري د ولسمشر له واکونو څخه دي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مدد زی وایي، چې د اجرائیه ریاست دا اقدام له قانون پورته عمل دی.

د اجرائیه ریاست سلاکار سید آقا فاضل سانچارکي وایي، تر اوسه ولسمشر اجرائیه رییس ته د مقرریو واک نه دی ورکړی؛ خو عبدالله عبدالله هغه نفوذ او ځای ځایګي ته په پام سره، چې په سیاسي نظام کې یې لري، ترې ګټه پورته کوي.

اجرائیه ریاست، چې د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له لانجو وروسته جوړ شوی. په دې بهیر کې محمد اشرف غني او عبدالله هوکړه وکړه، چې حکومت په خپلو کې وویشي. په داسې حال کې، چې سیاسي واک د دواړو لوریو تر منځ سم نیمایی وېشل شوی دی. په اجرائیه ریاست کې باور دا دی، چې ولسمشر اجرائیه رییس ته لازم واک نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په څو نورو مواردو کې هم ځینې کسان د اجرائیه ریاست لخوا په مستقیم ډول ټاکل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …