آیسا: د پانګونې کچه دیرش سلنه کمه شوې ده

(Last Updated On: جولای 15, 2015)

vlcsnap-2015-07-15-21h27m00s11

د تیرکال د شپږو میاشتو په پرتله په روان کال کې په هیواد کې د پانګوني کچه دیرش سلنه کمه شوې ده.

د پانګونې د ملا تړ اداره وايي چې یوا ځینی لامل یی په هیواد کې د امنیت نه شتون او د هغو سیمو نا امنه کیدل دي چې ډیر اقتصادی فعالیتونه پکې ترسره کیږی.

د دغې اداري چارواکي وايي د شته ستونزو د حل لپاره به نوي پروګرامونه عملي کړی چې د پانګوالو شته ستونزي حل کړی.

نوموړی وایی ځینو داسی کسانو دپانګوني په نا مه ځمکی اخستی چې سمه استفاده ترینه نه کیږی.

دی وایي له دې روسته به هغه چاته ځمکی ورکړی چي پانګو نه کوی او له ټولو کورنیو شرکتونو به دڅارنی لړي ګړندی کړی.

هغه چا چې په رښتیا پیسې درلودې او غوښتل یې پانګونه وکړي؛ هغو شناخت نه درلوده او ځمکې ترلاسه نه کړې او هغه کسانو چې د پانګونې په نامه ځمکې تر لاسه کړې، هغوی پیسې نه درلودې اوس پکې فعالیت نه کیږي.

ښاغلی حقجو زیاتو په تیره یوه میاشت کی نږدي ۲۷ سوداګراختطاف شوي او له کورنیو یې د پیسوغوښتنه شوې.

نوموړی وایي د پانګونې د جلب لپاره امنیت اساسي ټکی ده چې له دي سره به له ا منیتي بنسټونوسره خبرې وکړي.

مونږه به ټول هغه ولایتونه په نښه کړوچې له اقتصادی پلوه اړین دي اوهڅه به وکړو تر څوهلته امنیت ټینګ شي تر څو پانګوال پانګونه وکړي.”

خبریال:اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …