آسيايي بنسټ له لويې څارنوالۍ سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

(Last Updated On: December 13, 2016)

vlcsnap-2016-12-13-18h17m56s4

د لویې څارنوالۍ او آسیایي بنسټ تر منځ د همکاریو هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ په ادارو کې د ښځینه کارکونکو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شو.

د لویې څارنوالۍ مرستيال وایي، دغه شپږ میاشتني ورکشاپ ته له څلور دېرش ولایتونو څه باندې ۲۵۲ښځې چې له شرعیاتو پوهنځي فارغې دي، معرفي کېږي. په همدې حال کې د آسیایي بنسټ رییس وایي، په دې پروګرام کې هڅه کېږي چې ښځې له حقوقي پروګرامونو خبرې شي.

لویې څارنوالۍ ته د ښځینه کارکونکو د جذبولو لړۍ روانه ده. ۲۵۲ښځې چې د شرعیاتو له پوهنځي فارغې دي، د لویې څارنوالۍ شپږ میاشتني ورکشاپ ته چې د آسیا بنسټ له خوا پر مخ ځي، معرفي شوې. د پروګرام موخه دا ده چې لویې څارنوالۍ کې د ښځو شمېر زیات شي. اوس څو ولایتونو کې اصلا ښځینه څارنوالانې نشته.

د لويې څارنوالۍ مرستيال وحیدالله ارغند وايي: “د ښځو د وړتياوو د لوړولو له پاره مو له اسيايي بنسټ سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ، په دې ۶مياشتني پروګرام کې ۲۵۲مېرمنو ته زده کړه ورکول کېږي.”

آسیایي بنسټ هم ژمنه کوي چې د دغو ښځو د بلدتیا له پاره به حقوقي طریقې تدریس شي.

د آسیایي بنسټ رییس عبدالله احمدزی وايي: “موږ هڅه کوو چې مېرمنې په دې ۶مياشتۍ دوره کې ډېر څه زده کړي او موږ غواړو چې دوی په څو مهمو او حقوقو برخو کې پوهې شي.”

د پروګرام مالي لګښت د امریکا د پرمختیا نړیواله اداره ورکوي. د لویې څارنوالۍ په وینا، غواړي چې په دغه پروګرام سره د لویې څارنوالۍ په ادارو کې د ښځو د استخدام لړۍ چټکه کړي.

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …