آریانا نیوز له بې بي سي( فارسي) څانګې سره خپرنیزه همکاري پیل کړه

(Last Updated On: December 3, 2019)

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۰ / د دسمبر لومړۍ) د آریانا نیوز او  بې بي سي(فارسي) څانګې تر منځ د همکارۍ لړۍ پیل شوه او آریانا نیوز به د یادې څانګې پېنځه خپرونې په خپلو خپرونو کې ورزیاتوي.

د دغې همکارۍ له مخې؛ آریانا نیوز تلویزیون د خپلو لیدونکیو لپاره د بې بي سي( فارسي) [ برنامه‌های ۶۰ دقیقه، صفحه دو آخر هفته، پرکار، به عبارت دیگر و کلیک] خپرونې هم خپروي.

بې بي سي( فارسي) تلویزیونې څانګه، رادیو، وبسایت او ټولنیزې شبکې په افغانستان کې هره اوونۍ ۲۱ میلیون اوونیز مینه وال لري، چې اته میلیون او بېنځه سوه یې کسان یې په افغانستان کې اوسیږي.

د بې بي سي( فارسي) تلویزیون په افغانستان کې ۱۲ میلیون اونیز اوریدونکي لري، چې د دې هېواد د لویانو ۵۹ سلنه جوړوي.  

د افغانستان لپاره بې بي سي؛ پښتو، دري، فارسي، ازبکي او انګلیسي خپرونې لري، چې تلویزیوني، رادیوي او برښنایي خپریږي.  

د بې بي سي د نړیوال تلویزیون د سوداګریزې پراختیا مدیر سایمون کندل ویلي؛ خوښ یم، چې د آریانا نیوز له خبري څانګې د بې بي سي یو لړ خپرونې افغان مینه والو ته وړاندې کیږي. په افغانستان کې د بې بي سي تلویزیون وده او پراختیا خوشحاله کړی یم او هیله من یم، چې مینه وال مو د دغو خپرونو تر څنګ له رادیو او برښنایي برذخو هم خوند واخلي.  

د آریانا تلویزیون نړیوالې څنګې عامل مدیر علي قاسمي ویلي؛ د آریانا تلویزیون نړیواله شبکه په ۲۰۰۵ کال کې نړۍ ته د یوې کړکۍ د پرانستې پر موخه کار پیل کړ، چې د ټولې نړۍ خبرونه او د لیدنې وړ ښوونیزې او ورزشي خپرونې د افغانستان اوسیدونکیو ته وړاندې کړي. مونږ د بې بي سي د پېژندل شویو خپرونو له وړاندې کولو او په خپلو خپرونو کې یې له ورزیاتولو خوښ یو او مونږ دې همکارۍ ته د خپلو مینه والو کورونو ته د نړۍ د وردننه کولو په سترګه ګورو.

له شنبې تر چارشنبې د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱ بجو( برنامه ۶۰ دقیقه) هره یکشنبه د کابل پر وخت د غرمې ۱۲ بجې( برنامه پرکار) د سې شنبې پر ورځو د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې (برنامه به عبارت دیگر) د پنجشنبې پر ورځو د کابل پر وخت د شپې ۱۱ بجې(برنامه صفحه ۲ آخر هفته) او هره جمعه د کابل پر وخت د شپې نهه نیمې بجې( برنامه کلیک) خپریږي.

د بې بي سي(فارسي) تلویزیون خپرونې د هاتبرد، یاه ست و تله ستار ۱۲ سپوږمکۍ، وبسایت او یوتیوب او دغه راز د ټولنیزو شبکو( فیسبوک، تویتر او اینستاګرام) له لارې د لیدو وړ دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې له ماشومانو څخه د ملاتړ قانون تصویب کړ

(Last Updated On: December 9, 2019)په ولسي جرګه کې له اته کلونو وروسته د ماشومانو …