عاجل خبرونه

آریانا افغان هوايي شرکت د یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې- نادرعمر

(Last Updated On: February 5, 2019)

آریانا افغان هوايي شرکت د دوه اشاریه پېنځه څلوېښت میلیون دالرو پر ارزښت یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې ده.

د آریانا افغان هوايي شرکت دغې الوتکې په نورو هېوادونو کې هم له دې مخکې الوتنې کړي.

د یاد شرکت مسوولین وایي،  د نوې الو تکي د پېرودلو لپاره مو پوره مالي امکانات نلرل؛ نو، ځکه د کاریدلې الوتکې پېرودلو ته اړ شو.

آریانا افغان شرکت زیاته کړې، چې د دغې نوې الوتکې سره به د دغې تصدۍ په خدمتونو کې د پام وړ ښه والي راشي.

د آریانا افغان هوايي شرکت عمو مي رییس محمد نادر عمر وایي، په هېواد کې مو د آزاد آسمان تر نامه لاندې قانون کورني هوايي شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د نړۍ د لویو شرکتونو الوتنې یوه ستره ننګونه ده.

د یادي اداري مسوولین وايي؛ په تخنیکي او بشري برخه کې هم باید په دې شرکت کې نوي بدلونونه رامنځته  او چارې په ښه توګه تر سره شي.

د آریانا افغان هوايي شرکت عملیاتي رییس منیر احمد الیاد وایي، مونږه د ظرفیتونو په برخه کې تازه کارونه لرو؛ مسلکي کسانو او د تخنیکي برخي لوړول هم زمونږه د کار تازه برخې دي او په دې برخه کې مو کارونه سم روان دي.

د خصوصي سکتور ځنې غړي بیا وايي د آریانا د خدمتونو د لوړولو لپاره باید حکومت او خصوصي سکتور سره ګډه پانګونه تر سره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالې خونې غړی قدیر بهمن وایي، چې آریانا د هېواد یو ملي شرکت دي؛ خو په دې شرکت کې د ظرفیت د نشتوالي له کبله خدمتونه معیاري ندي. که له خصوصي سکتور سره دولت پدې کې ګډه پانګونه وکړي دا به ښه کار وي.

د آریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي، که د دې تصدۍ مشترکین ور سره همکاري زیاته کړي؛ نو دوی به په نږدي راتلونکي کې د نورو الوتکو د پېریدلو جوګه هم شي.

د یاد شرکت مسوولین وايي؛ هڅې کوو، چې دوه نورې الوتکي هم وپېرو.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په تخار کې د آی خانم بندر کمیساري طالبانو محاصره کړې

(Last Updated On: April 22, 2019)د تخار د آی خانم بندر کمیساري له شپږ ورځو …