عاجل خبرونه

آذربايجان او ارمنستان په ناګور نو قرباغ سیمه کې نښتې کړي

(Last Updated On: April 03, 2016 11:04 am)

vlcsnap-2016-04-03-11h00m45s98

د آذربايجان او ارمنستان تر منځ د ناګور نو قرباغ په سيمه کې د نښتو له امله يو شمېر کسان وژل شوي دي.

د ارمنستان چارواکي وايي، شاوخوا آتلس سرتېری مو وژل شوي.

آذربايجان د خپلو دولس پوځيانو له وژل کیدو خبرې کوي.

د ناګور نو قرباغ سيمه له ۱۹۹۴ کال راهيسې د جګړي له پای ته رسیدو وروسته د ارمني جلا غوښتونکیو تر ولکې لاندې ده.

روسيې، چې پر دواړو غاړیو وسلې پلوري د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

دواړه غاړي يو پر بل د جګړې د پيل تور لګوي او وايي، په نښتو کې يو شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د رويترز خبري آژانس د ناګور نو قره باغ د پوځي چارواکو له خولې وايي، د ارمنستان هوايي ځواکونو د آذربايجان يوه چورلکه نسکوره کړې؛ خو د آذربايجان چارواکي بيا دغه خبر ردوي.

آذربايجان ویلي، پر ځواکونو يې له قره باغ سيمې بريد شوی و، چې دوی پرې ځوابي ډزې وکړې؛ خو بله خوا دغه تور ردوي او وايي، آذربايجان “پراخ بريد” پيل کړی و.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …