مهم خبرونه
نن غرمه مهال د امریکا د ولسمشرۍ ۵۸ لوړه ترسره کیږي
ټاکل شوې ، چې نن( د جنورۍ۲۰) په سیمه ییز وخت غرمه مهال 12:01 د کابل پر وخت د شپې له نهو تر لس نیمو د امریکا متحده ایالاتو ستره سیاسي پېښه- د دغه هېواد د ولسمشرۍ ۵۸ لوړه ترسره کیږي.
په واشنګتن دی سي ښار کې په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو په کانګرس کې، چې د لوړې د ترسره کولو خوندي ځای دی امنیتي هلې ځلې د ډاډ وړ دي.
د امریکا د ولسمشر د ساتنې ځانګړيو څه نا څه ۵ زره امنیتي ځواکونو د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره درې میاشتنۍ امنیتي او دفاعي هلې ځلې کړې دي.
که څه هم د لوړې مراسم د کانګرس په انګړ کې تر سره کیږي؛ خو تر دې دمه لږ تر لږه ۶۰ تنو دیموکراتانو ویلي ، چې د ترمپ د لوړې په مراسمو کې به برخه نه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې د ترامپ د لوړې په مراسمو کې د افغانستان هیڅ یو استازی په رسمي بڼه بلل شوی نه دی. که څه هم احکومت ویلي، چې دا په امریکا کې یو ساده کار دی.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
مهم خبرونه
مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن
د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سيانآن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.
دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.
بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.
ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
مهم خبرونه
د واګنر ډلې قومندان د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
د واګنر خصوصي پوځ قومندان پرګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راوغوځېده.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د چارشنبې پر ماښام د واګنر د قومندان پریګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راغورځېدلې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ووژل شول.
د زاپوریزیا د سیمهییزې ادارې غړي ولادیمیر روګوف ویلي، چې پریګوزین ته نږدې خلکو د هغه او د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکي دیمیتري اوتکین مړینه تائید کړې ده.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې څرګنده کړې، چې د واګنر د خصوصي پوځي ډلې قومندان پریګوزین د خپلې ځانګړې الوتکې د مسافرو په لیست کې و، چې د مسکو په شمال کې راوغورځېده.
د ریبار پوځي اوبپاڼې راپور ورکړی، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د مسافرینو په منځ کې د واګنر د قومندانانو د شتون په اړه معلومات اوس هم تائید شوي نهدي.
روسي اوبپاڼې ريدووکا څرګنده کړې، چې ښايي پرګوزين په الوتکه کې د مسافر په توګه خپل نوم ثبت کړی وي او يوازې د امنيتي دلايلو له مخې په بله الوتکه کې سپور شوی وي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د ۸ کسانو سپرلیو مړي موندل شوي دي.
ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی، چې یوګیني پریګوزین ممکن په دوهییمه الوتکه کې وي، چې په مسکو کې راکښته شوه.
په انترنیت کې د خپرو شویو ویدیوګانو له مخې د پریګوزین اړوند د ایمبرایر الوتکه د تور ولایت د خوتیلوو پوځي هوایي ډګر په ۱۵ کیلو مترۍ کې رالوېدلې ده.
ویل کېږي، چې په دې الوتکه کې درې کسان عمله او اووه مسافر سپاره ول.
دا په داسې حال کې ده، چې بي بي سي د واګنر د قومندان د مړ کېدو ادعا کړې ده.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان بلوچستان میشتو افغانانو ته د وتلو ګواښ وکړ