Connect with us

انځوريز خبرونه

ځینې کاندید وزیران به په یوه یا دوه ورځو کې ولسي جرګې ته معرفي شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Picc

ولسمشر محمد اشرف غني له ځینو احتمالي کاندید وزیرانو سره چې ټاکل شوې ولسي جرګې ته معرفي شي، لیدلي دي.

د ولسمشرۍ ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي، د ولسمشر د ژمنې له مخې به کابینه په خپل ټاکل شوي وخت کې معرفي شي او په دې برخه کې پرمختګونه هم حاصل شوي دي.

په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ته یو نږدې کس عالمي بلخي وایي، ځینې کاندید وزیران به په یوه یا دوه ورځو کې د باور رایو د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي چې د افغانستان لوی درستیز شېر محمد کریمي به د ملي دفاع وزارت ته کاندید وي، فضل احمد معنوي به د کورنیو چارو وزارت، صلاح الدین رباني به د بهرنیو چارو وزارت، جیلاني پوپل به د مالیې وزارت، سردارمحمد رحیمي به د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، فیض الله ذکي به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، رحمت الله نبیل به د ملي امنیت لوی ریاست، سادات نادري به د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ګل زی به د کلیو د بیا جوړولو او پراختا وزارت ته کاندیدان وي؛ خو تر اوسه هیڅ یوې باورې سرچینې دا نه ده تایید کړې.

اجرایوي رییس ته یو نږدې کس عالمي بلخي وایي، په نږدې ورځو کې به اقتصادي او امنیتي وزارتونو ته کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور د رایو د اخیستو لپاره معرفي شي.

په وروستیو کې ولسمشر هم ژمنه کړې چې د خلکو تمې به پای ته رسوي او د کابینې غړي به په یوه ځل ولسي جرګې ته معرفي کړي.

Advertisement

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!