عاجل خبرونه

قومي او مذهبي مسایلو ته لمن وهل؛ له دښمن سره مرسته ده- نی

(Last Updated On: June 19, 2017 4:16 pm)

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره (نی) وايي، که رسنی قومي او مذهبي مسایلو ته لمن وهي؛ نو له دښمن سره مرسته کوي او د دښمن پر ژرنده اوبه ور زیاتوي.

د نی اجرائيه رييس وايي، که رسنۍ دغو مسایلو ته لمن ووهي، له یوې خوا به یې اعتماده او زیان وویني او له بلې خوا به د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون لخواعدلي او قضايي  کمیسیون ته وروپېژندل شي.

دا ښايي لومړی ځل وي، چې د رسنیو د معتبر بنسټ لخوا یو شمېر محدودې رسنۍ قومي او سمتي مسایلو ته پر لمن وهلو تورنوي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرائيه ريیس مجیب خلوتګر د افغانستان شرایط نازک ګڼي او وايي، چې ځيني رسنۍ داسې بهیر ته ور ننوتي، چې قومي او مذهبي مسایل تحریکوي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي، که رسني د کرکې او تبعیض مسایلو ته لمن ووهي؛ نو لیرې نده، چې د عراق او سوريې په څيرجګړې به په افغانستان کې هم پیل شي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ دې ته څه اړتیا لرو، چې خلکو ته وژل شوي د سني یا شیعه په نومونو یاد کړو مونږ غواړو د وګړیو پر ټولنیز ژوندانه ټینګار وکړو، چې څه رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بیان آزادي د حکومت د تېرو پېنځلس کلونو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه شمېرل شوې ده.

About Ariana News

Check Also

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

(Last Updated On: September 21, 2017 5:35 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي …