تازه خبرونه
په کنړ او ننګرهار د پاکستان له خاورې اووه سوه توغندي توغول شوي
د کنړ او ننګرهار ولایتونو مسولین وايي د اونۍ له پيله تراوسه پر افغان خاوره د پاکستان له خوا اوه سوه توغندي ویشتل شوي چې له امله یې دوه نیم سوه کورنۍ بې ځایه شوي.
د کنړ، پرسرکاڼو، دانګام، مرورې او شلطن او د ننګرهارپر نازیانو، لعل پورې او هسکې مینې ولسوالیو د پاکستان توپچي بریدونه دوام لري.
د کنړ امنیه قومندان وايي له شنبې تراوسه پرافغان خاوره د پاکستان اوه سوه توغندي ویشتل شوي چې پکې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او ۲۵۰ کورنۍ د تن په جامو کې بې ځایه شوي.
د کنړ امنیه قومندان، جنرال جمعه ګل همت وویل: “مختلفو ولسوالیو باندې، د دانګام په سرحدي ولسوالۍ، د شلطن په ولسوالۍ، د مرورې او همدا شکل د خاص کنړ او د شیګل په ولسوالۍ باندې د پاکستان لخوا توغندي لګیدلي دي.”
ځايي استوګن او د ولایتي شورا غړي وايي بریدونه اوس هم دوام لري چې له کبله یې د خلکو ګڼ شمیر څاوري هم تلف شوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی، اجمل عمر وویل: “مرکزي نظام نه پوهیږم چې ولې چوپ پاتې دی، په دې مساله کې ولې غبرګون نه ښیی، آیا تر شا یې څه معامله روانه ده، په دې مساله کې ولس ته باید حقایق روښانه شي.”
همدا راز د کنړ اسمار قومي مشر، عبیدالله خان وویل: “په مونږ مرمۍ را روانې دي، خلک یې تباه کړل، کورونه یې تباه کړل، باغونه یې تباه کړل. مړي وشول، خلک ټپیان شول. دوامداره مساله ده، داسې خلک شته چې قسم په خدای له ولسوالۍ سره هم نظر نه شي څرګندولی.”
بلخوا دفاع وزات په کونړاو ننګرهار کې پوله ساتو ځواکونو ته امرکړی چې د پاکستان د توپونو متقابل ځواب ورکړي.
خو د کنړ امنیه قومندان وايي تراوسه پوله ساتو ځواکونوغبرګون نه دی ښودلی. جمعه ګل وايي د پاکستان د بریدونوله امله د کنړ د خلکو ترسخت فشار لاندې دي اوکه اجازه ورکول شي، دی به ورته عمل ترسره کړي.
د کنړ امنیه قومندان، جنرال جمعه ګل همت په ډاګه کړه: “د افغانستان د سراعلی قومندان او رهبري د وزارت داخلې مونږ ته امر وکړي، مونږ په کامل اطمینان درته وایو چې افغان امنیتي ځواکونه ملي اردو، ملي پولیس، سرحدي پولیس، محلي پولیس ټول زه په کامل اطمینان درته وایم چې مونږ به انشاالله تعالی پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.”
دوه ورځې مو پرله پسې هڅه وکړه چې په دې اړه په ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو د قومندان محمدایوب حسین خېل نظر واخلو، خو نوموړي زموږ له ډیرو هڅو سره سره په دې اړه له خبرو کولو ډه ډه وکړه.
د کنړ چارواکي وايي سرتیري یې د تیارسئ په حالت کې دي. دوی له نړیوالو هم غواړي چې په دې اړه غږ پورته کړي. په روانو اته میاشتو کې پر کنړ درې نیم زره مرمۍ ویشتل شوي خود ننګرهار مالومات لا نشته.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ