عاجل خبرونه

له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه شپیته سلنه لږ شوې

د کابل او سلام آباد د سیاسي اړیکو پیکه کیدو سوداګري هم اغېزمنه کړې؛ په دوه زره لسم میلادي کال کې د کابل او اسلام آباد سوداګریزه راکړه ورکړه درې میلیارد دالرو ته رسیده، خو په دې وروستیو کې د تورخم او سپین بولدک د دروازو له تړل کیدو سره سوداګري هم پیکه شوې او اوس یو میلیارد دالرو ته رالویدلې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي، له پاکستان سره مو د تېر په پرتله سوداګري له درې میلیارد دالرو څځه یو اعشاریه درې میلیارد دالرو ته راټیټه شوې ده، چې دا یو ستر بدلون دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، چې افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړی او پر مرکزي آسیا سربېره هڅه کوي، چې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم سوداګریزې اړیکې غښتلي کړي.

د پاکستان ډان ورځپانې رپوت ورکړی، چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګریزه راکړه ورکړه لږ شوې ده.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان ته د پاکستان صادرات اووه ویشت سلنه راټیټ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او مرکزي آسیا هطوادونو تر منځ سوداګري زیاته شوې ده.

About Ariana News

Check Also

د امریکا اجندا د افغانستان ثبات نه دی

د امریکا متحده ایالاتو لومړنی متحد، چی اوس پر دغه هېواد ډېرې نیوکې کوي؛ د …