تازه خبرونه
په کابل کې د صنعتکاره میرمنو د نندارتون درې ورځینی ننداره تر سره شو
د کابل د کلیوالي صنایعو درې ورځینی نندارتون د کلیو پراختیا وزارت له خوا پرانستل شوی و، چې په کې د پېنځه ولایتونو د کلیوالي سیمو لسګو نه صنعت کارو او په اقتصادي فعالیتونو بو ختو میرمنو بر خه اخستي وه.
له بامیانو راغلې صنعتکاره زهرا وایي ، چې په نندارتون کې له پېر و پلور خوشاله يم؛ خو حکومت دې ورته نندارتو نو نه ډېر کړي، چې تولیدات مو بازار پیدا کړي.
له ننګرهاره راغلې صنعتکاره نازیه وایي، د لته مو پر لاس جوړ شوي کالي نندارې ته وړاندي وه.
د هغې په وینا؛ د بازار موندني لپاره مونږ ته دا نندارتو نو نه ډېر ښه دي، خو باید په ولایتو نو کې هم تر سره شي.
له بلخه راغلې میرمن اقله وایي، دغه نندارتونونه مونږ ته د بازار موندني په برخه کې ګټور دي؛ خو باید په نورو ولایتونو کې هم پرانستل شي.
په دغه نندارتون کي دا سې میرمنوهم برخه درلو ده، چي راوړل شوې لاسي صنایعې یې د سیمي او نړۍ مارکیتو نو ته د استولو هیله منې شوې او وایي ، چې ښه پېرودونکي هم لري.
د ننګرهار یوه بله صنعتکاره نورزیه وایي، مونږه په ننګرهار کي د لاسي صنایعو په برخه کې فعالیت لرو او امریکا، هندوستان، دوبۍ او پاکستان ته مو صادرات ځي او په دې اړه ځانګړې هوکړې لرو.
له بلخ ولایته راغلې صنعتکاره حسینه محبوبه وایي، په هېواد کې د ننه او باندې لوی شرکتونه راسره تړونو نه لري او ډېر صادارت مو تاجکستان ته هم ځي.
د کلیو پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروګرام مو په ۲۰۱۰ کال کې پیل کړي او تر اوسه نږدي ۳۵ میلیون دالر پرې مصرف شوي او د دې برخې د نورې پراختیا هڅې هم روانې دي.
نوموړی زیاتوي، له دې نندارتون څخه د کلیو پراختیا وزارت مو خه داده، چې کلیوالي صنایعو ته نوره هم پراختیا ورکړو او ژر به نورو ۱۵ ولایتونو ته هم دا لړۍ وغزوو.
په دغه نندارتون کې د بلخ، بامیان، هرات، ننګرهار او کندهار له ولایتونو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ