له مستهلکینو ملاتړ قانون د وري له ۸ وروسته پلی کیږي

(Last Updated On: March 19, 2017 7:06 pm)

vlcsnap-2017-03-19-19h03m57s170

له مصرفوونکیو یا مستهلکینو ملاتړ قانون د وري(حمل) له اتمې وروسته پلی کیږي.

په افغانستان کې له مصرفوونکیو یا مستهلکینو څخه د ملاتړ د ورځې سره همهاله چارواکي وايي، چې په دغه برخه کې قانون جوړ شوی او ډېر ژر به یې د پلی کیدو چارې پیل شي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وايي، چې له دې قانون سره په بازار کې د سالمې سیالۍ زمینه برابریږي او د احتکار پر مخنیوي سربېره په لوړه بیه د ټيټ کیفیت موادو د پلورلو مخه به هم ونیول شي.

له مصرفوونکیو د ملاتړ ټولنې رییس حفیظ الله ولي رحیمي وایي، د افغانستان بازارونه اوس زیاتره د ټيټ کیفیت له موادو ډک دي او هر څوک په خپل سر کولی شي، توکي بازار ته وړاندې او د خپلې خوښې په بیه یې وپلوري.

ویل کیږي، چې لومړی په بازار کې د یوه کمیسیون لخوا څېړنې کیږي او له هغې وروسته به د وري پر اتمه نیټه دغه قانون عملي بڼه پیدا کړي.

خبریاله : لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

هرات ته د اشرف غني د سفر پر مهال فیسبوک او انستاګرام کار نه کاوه

(Last Updated On: August 20, 2017 5:22 pm) هرات ته د ولسمشر د سفر پر …