په کابل کې لسګون، شلګون او پنځوسګون بانکنوتونه لږ شوي

(Last Updated On: September 10, 2017 6:42 pm)

د افغانستان بانک مسوولینو یوه میاشت مخکې له بازار څخه نا مناسبه بانکنوتونه ټول کړل؛ خو اوس په بازار کې لسګون، شلګون او پنځوسګون بانکنوتونه لږ شوي او خلک د وړو بانکنوتونو د اخیستو لپاره صرافانو ته اضافي پیسې ورکوي.

د کاندار نعمت الله هم وايي، چې د وړو بانک نوټونو کمی احساسیږي او دوی هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زیاتوي، یو سړی زرګون راوړي، چې یو کیلو ماسته راکړه؛ پاتې ۹۰۰ افغانۍ واړه بانکنوتونه نه لرو . زمونږ ستونزې دې حل شي.

د کابل اوسیدونکی فواد هاشمي وایي، پر زر افغانیو د وړو بانکنوتونو د بدلولو پر وخت اړ یو، چې ۱۰۰ افغانۍ یا لږ ډېرې ورکړو.

د صرافانو د ټولنې ویاند زیرک هم مني، چې په بازار کې واړه بانکنوتونه لږ شوي؛ خو دا کار د سرای دننه هیڅوک نکوي او نه یې کولی شي.

هغه منئي، چې له سرایه بهر د افغانیو په بدلولو کې صرافان زیاتې افغانۍ اخلي.

د افغانستان بانک مسوولینو تر دې دمه پر اړوند ستونزې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خبریاله: سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

(Last Updated On: September 21, 2017 5:35 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي …