عاجل خبرونه

په هرات کې د انګورو لس ورځنی جشن جوړ شو

(Last Updated On: August 10, 2017 7:17 pm)

په هرات کې د انګورو جشن جوړ شو او څه باندې ۱۳۰ بېلابېلې یې نندارې ته وړاندې شوې.

دا جشن، چې د هرات د کرنې ریاست په انګړ کې جوړ شوی، د لسګونه خلکو او کروند ګرو تر څنګ په کې د سیمه ییزو ادارو ځینې چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د کرنې وزارت مسوولین وایي؛ هرات د هېواد په کچه داسې سیمه ده، چې ډېر او ښه انګور لري.

د هرات د کرنې رییس عبدالصبور رحماني وایي، دغه جشن د کروندګرو د هڅونې په لپاره جوړ شوی او بله موخه یې د انګورو لپاره بازار موندنه ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالقدیر جواد  وایي، هرات یوازنی ولایت دی، چې ښه او ډېر انګور لري.

د نوموړي په وینا، د هند او افغانستان تر منځ د هوایي دهلیز لهه فعالیدو سره به بهر ته د هرات انګورو د صادراتو زمینه برابره شي.

د هرات والي والي محمد آصف رحیمي وایي، چې د انګورو او  نورو تازه میوو د بازار موندنې لپاره مو  ډېرې هڅې کړې دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ ټولو دولتي ادارو او هوتلونو ته امر شوی، چې له کورنیو میوو ګټه پورته کړي.

ځینې بڼوال وایي، د سړخونو او بازار نشتون مو سترې ستونزې دي.

دوی زیاته کړې، خپل انګور په ټیټه بیه پلوري.

دا درېیم ځل دی، چې په هرات کې د انګورو جشن جوړیږي. دغه جشن د لس ورځو لپاره دوام کوي. په داسې حال کې، چې د هېواد په هوایي ډګرونو کې مو تازه میوې ګنده شوي او له خوراکه لویدلې دي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

(Last Updated On: October 17, 2017 6:14 pm)چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت …