په دولتي روغتونونو کې به نور وړیا روغتیايي خدمتونه بند شي

(Last Updated On: August 13, 2017 7:06 pm)

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې لږ کړي؛ نو، ځکه اړ يو، چې وړیا روغتیايي خدمتونه بند شي؛ خو بېړنۍ پېښې  او اساسي خدمتونه به وړیا وي.

که څه هم د افغانستان اساسي قانون ۵۲ ماده  ټولو وګړیو ته روغتیايي خدمتونه وړیا ګڼلي او دولت د دغو خدمتونو په پراخولو ملزم ګڼل شوی؛ خو کابینې اوس داسې طرحه تصویب کړې، چې له مخې به یې په دولتي روغتونونو کې هم روغتیايي خدمتونو پر پیسو شي.

د عامې روغتیا وزیر فیرزو الدین فیروزتمه لري، چې په دې کار به نا اړین معاینات او له ناروغانو څخه رشوت اخیستل هم پای ومومي.

محمد حسین د غزني د جغتو ولسوالۍ د لیرې پراته کلي( سراب) اوسیدونکي، چې خپله ماشومه لور د درملنې لپاره کابل ته راوستې وايي، چې د صحت طفل روغتون داکترانو ورته سپارښتنه کړې، چې په شخصي روغتونونو کې معاینات وکړي.

محمد حسین زیاتوي؛ د لور د لاس هډوکي يې مات دی او په خصوصي روغتونونو کې د معایناتو توان نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د هېواد په ګڼو ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې خلک ان لومړنیو روغتیايي آسانتیاوو ته لاسرسی نلري. که څه هم په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې میلیونونه دالر مرستې لګیدلې دي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

(Last Updated On: October 17, 2017 6:14 pm)چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت …