Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې 63% کې ښځې تذکرې یا پیژند پاڼې نه لري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې درې شپېته په سلو کې ښځې تذکرې یا پیژند پاڼې نه لري. یوناما وايي چې د تذکرو نشتوالی په ټاکنو کې د ښځو د ګډون مخه نیسي.

همداراز یوناما له حکومت غواړي چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون ته زمینه برابره کړي.

که څه هم د را روانو پارلماني ټاکنو برخلیک لا روښانه، نه دی؛ خو په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په یوه غونډه کې په دې خبرې وکړې چې څنګه کیدای شي، په ټاکنو کې افغانې میرمنې پراخ ګډون وکړي. یوناما وايي چې له یوې خوا امنیتي ستونزو د ښځو ورځ تیاره کړې او له بلې خوا ناوړه دودونه د هغوی د ټولنیز فعالیت مخه نیولې ده.

کلیپ: په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ريیسه، ربیکا تاوا رایس و وېل: «ملګري ملتونه غواړي چې له افغان حکومت سره د ژمنو په عملي کولو کې مرسته وکړي.

 ښځې باید په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي. افغانې ښځې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

 دري شپته په سلو کې میرمنې تذکرې نه لري؛ خو له دې ټولو ستونزو سره سره ښځې باید په ټاکنو کې ګډون وکړي»

ملګري ملتونه وايي چې ښځې په دموکراتیکو بهیرونو کې مهم رول لري او زیاتوي چې د دوه زره څوارلسم کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځو ونډه بېسارې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، تدامیچي یاما موتو وویل: «که ټاکل شوي وي چې ټاکنې په بشپړ ډول سراسري وي، باید ښځې د دې بهیر یوه برخه وي؛ ځکه ښځې د  وګړو نیمایی برخه جوړوي، ښځې باید عین فرصت ولري چې نارینه یې لري. امنیتي ګواښونه او ناوړه فرهنګونه د ښځو په وړاندې اصلي خنډونه دي او ملګري ملتونه باید له افغان حکومت سره همکاري وکړي څو د ښځو رول په ټاکنو کې پیاوړی شي».

له بلې خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولین وايي چې ښايي په را روانو ټاکنو کې د ښځو ګډون پیکه وي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنره؛ ملیحه حسن و وېل: «دا څرګنده ده چې د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو د مېرمنو د پیکه ګډون په هکله اندېښمن دی»

ټاکل شوې چې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په شپاړسمه وشي، خو څارونکي بنسټونه او سیاسي ډلې باوري نه دي چې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!