په تېرو اووه کلونو کې ترهګر درې برابره شوي- اتمر

(Last Updated On: October 12, 2017 7:33 pm)

د ملي امنیت سلاکار وایي، د تېرو اووه کلونو په پرتله د ترهګرو شمېر درې برابره زیات شوی دی.

د ملي امنیت د شورا سلاکار په هېواد کې د ترهګرو په اړه تازه خبرې کړي وایي؛ له هرو څلورو ترهګرو، چې افغانستان کې جنګیږي، یو یې بهرنی دی.

 حنیف اتمر په یوه جوړ شوي سیمنار کې خبرداری ورکړ، چې ترهګرې ډلې د افغانستان له لارې غواړي د سیمې هېوادونو ته ورسيږي، چې په دې صورت کې د هغه په وینا، دغه هېوادونه د افغانستان په برخلیک اخته کیدی شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وایي؛  په څلور راتلونکیو کلونو کې نړیواله ټولنه له افغان ځواکونو سره مرستو ته ژمنه ده او هیله ده، چې تر دې مودې افغان ځواکونه د خلکو باور تر لاسه کړي.

هغه زیاتوي، پر فساد ککړ کسان د امنیتي ځواکونو دښمنان دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد، چې د سیمینار مشري کوي، وایي، اوس هم  د کورنیو چارو وزارت ځینې مسوولین غیر مسوولانه چلند کوي.

په ځلونو د کورنیو چارو وزارت مسوولین پر کمزوري مدیریت تورن شوي او ان ولسمشر دغه وزارت د افغانستان د فساد زړه بللی دی.

خبریال: علی اصغري

 

About Ariana News

Check Also

دفاع وزارت د ۴۳ امنیتي سرتېرو وژل کیدل ومنل

(Last Updated On: October 19, 2017 2:12 pm) د افغانستان دفاع وزارت د پنجشنبې په …