عاجل خبرونه

په افغانستان کې ورک بهرنیان په پاکستان کې ښکاره شول

(Last Updated On: October 12, 2017 6:11 pm)

د پاکستان پوځي خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې په ورځ( د تلې ۲۰) پاکستانيو ځواکونو هغه کورنۍ نیولې، چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان له میدان وردګو ورکه شوې وه.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکایانو له لوري د دغو۵ بهرنیانو په نیولو کې ورسره استخباراتي مرسته شوې ده.

دا بهرنیان د مېړه او ښځې په ګډون په بندي خانه کې له زیږیدليو درې ماشومانو سره پېنځه کسه دي، چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې د میدان وردګو ولایت څخه نیول شوي وه.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې دا هم شته، چې تښتول شوي کسان د امریکا د سي آی اې تر څارنې لاندې ول او کله، چې له افغانستان څخه پر کرمه ایجنسي پاکستان خواته ته را اړول کیدل، ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي،  چې را خلاص شوي بندیان به ډېر ژر خپلو هېوادونو ته ولیږل شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله په ډاګه کړې، چې دغه بندیان د یوه درېیمګړي هېواد په منځګړیتوب خوشې شول؛ خو نه یې د هغه هېواد نوم په ګوته کړی او نه یې نور معلومات خپاره کړي دي.

د پاکستان پوځ دا هم ویلي، چې نیول شوې کورنۍ وښوده، چې ګډ استخباراتي معلومات ډېر ګټور دي او د تروریزم پر ضد د ګډې جګړې ښکارندویي کوي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې د انسان تښتوونکیو له منګولو یو اتلس کلن ځوان ژغورل شوی

(Last Updated On: December 10, 2017 5:34 pm)  په ننګرهار کې ملي امنیت د انسان …