Home / تازه خبرونه / په زابل کي د یوه طالب قومندان په ګډون ٩ وسلوال وژل شوي

په زابل کي د یوه طالب قومندان په ګډون ٩ وسلوال وژل شوي

zabul

په زابل کي د جګړې پر مهال د یوه  طالب قومندان په ګډون ٩ وسلوال وژل شوي دي.

نښته تېره ورځ ناوخته هغه وخت وشوه کله، چي وسلوالو طالبانو د مرکز کلات د خان کلي پر امنیتي پوستو بريد وکړ او د پوليسو له غبرګون سره مخ شول.

د زابل د عملياتي کنډک قومندان آصف توخى وايې، چي په دې نښته کي د يوه طالب قومندان په ګډون نهه وسلوال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نوموړى زیاتوي، چې د نښتې پر مهال يو ملي پوليس هم ټپي شوى دى.

وسلوالو طالبانو د دې ادعا په غبرګون کي کوم څه نه دي ويلي.

About Ariana News

Check Also

images (1)

د احمدضیا مسعود وروستۍ خبرې احساساتي او له ملي ګټو سره په ټکر کې دي- غني

  ولسمشر محمد اشرف غني د احمدضیا مسعود وروستۍ خبرې ناسنجول شوې، غیر مسولانه، احساساتي …