عاجل خبرونه

په تدارکاتو کې فساد د انرژۍ د لویو پروژو کارونه ځنډولي

(Last Updated On: August 08, 2017 6:33 pm)

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې په تدارکاتي برخه کې د فساد له کبله د ابو او انرژۍ د لویو پروژو کارونه ځنډیدلي دي.

د پانګوالو د هڅونې او د تدارکاتو د آسانه کولو په درېیمه کلنۍ غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، چې تدارکاتي چارې د فساد لپاره زمینه برابروي او له همدې کبله د اوبو او انرژۍ لویې پروژې له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلی عثماني د تدارکاتو پر ملي کمیسیون نیوکه نه کوي؛ خو وايي، چې د تدارکاتو اوږد بهیر، پېچلو قوانینو او نورو ادارو ته د وزارت د واکونو سپارلو د دوی لاسونه رالنډ کړي دي.

ښاغلی عثماني زیاتوي، کمپنیو ته خپلې غوښتننې وړاندې کوو او شته ستونزو ته ګډه حللار مومو.  

د افغانستان ولسمشر د ملي تدارکاتو پر چارو نیوکې بیځایه ګڼي او وایي، پر تدارکاتو نیوکې؛ ځکه کیږي ، چې په تېرو دوه نیم کلونو کې د سلګونه میلیون دالرو د غلا مخه نیول شوې او د زرګونه میلیون نورو دالرو مخه به ونیول شي.   

د حکومتي ادارو په تدارکاتي چارو او په ځانګړې توګه د تدارکاتو پر کمیسیون ځينې وخت د  ځينو بنسټونو او سیاستوالو لخوا نیوکې کیږي؛ خو حکومت بیا دغه نیوکې بیځایه ګڼي.

About Ariana News

Check Also

امریکا به تر هغې په افغانستان کې وي، چې طالبان سولې ته غاړه کیدي- تیلرسن

(Last Updated On: October 19, 2017 4:23 pm) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده …