کرکت او لوبې باید له سیاسي او قومي موخو ځار نشي-عاطف مشعل

(Last Updated On: September 14, 2017 7:32 pm)

د کرکت بورد رییس وایي؛ د چهارشنبې د ورځې برید وښوده، چې وسلوالو مخالفینو اوس  پر ورزشي ځایونو بریدونو ته مخ رااړولی او برید ګر د کرکت بورد تر دروازې راځي او په دروازه کې چاودنه کوي.

د کرکت بورد رییس شکرالله عاطف مشعل وایي، د افغانستان د لوبو په اړه دا ستره جفا ده، چې ډلې بدني روزنه سیاسي لوري ته راکاږي او مونږ هم له دولت، حکومت، سیاسي  ډلو او مخالفینو غواړو، چې د ملي یووالي څلی خوندي کړي.  

 د نوموړي په وینا؛ ورزشي اتلان له وسلوالو او بېلابېلو مخالفو ډلو غواړي، چې د خپلو موخو لپاره پر ورزشي ځایونو تمرکز ونه کړي.

د افغانستان د آزادو مبارزو د فدراسیون سرپرست باز محمد مبارز وایي، بدني روزنه او لوبې داسې څه نه دي، چې د دولت مخالفې ډلې ترې ګټه پورته کړي. مونږ له حکومتي مشرانو غواړو، چې د لوبو امنیت دې خوندي کړي، چې پر لوبو او بدني روزنې د خلکو ډاډ او باور له منځه لاړ نشي.             

د چهارشنبې په ورځ کرکټ بورد  ته نږدې د شپږیزې سیالي روانه وه، چې چاودنه وشوه.

ویل کیږي، چې دغه راز پېښې به ورزش هم اغېزمن کړي.

د افغانستان د عضلاتو ښاغلی یاسین سالک قادري وایي، لوبو او بدني روزنې ته امنیت ډېر اړین دی؛ د دولت مشران باید د ورزش لپاره ډېر کار وکړي.          

د آزادو مبارزو اتل سیر بهادر زاده وایي، مونږ له دې حالته ډېر اندېښمن یو؛ د خدای لپاره لوبې له جنګه لیرې وساتئ.            

مخکې له دې هم په دوه ورزشي کاروانونو او دغه راز په پکتیا کې د والیبال په لوبغالي کې بریدونه  شوی وه، چې بې مخینې یاد شوي دي.

 خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

په کابل کې دې د امریکا سفارت وتړل شي- د ننګرهار لاریونوال

(Last Updated On: December 10, 2017 7:22 pm) په ننګرهار کې سلګونه کسانو په کابل …