عاجل خبرونه
Home / لوبی / ویس عزیزي د ایران په غوره لیک کې د لوبې لپاره دغه هېواد ته سفر کوي

ویس عزیزي د ایران په غوره لیک کې د لوبې لپاره دغه هېواد ته سفر کوي

14991905_1208392629217391_3900527998075032909_n

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی ویس عزیزي، چي د ایران تهران له نفت لوبغالي سره یې خبرې پیل کړې وې؛ په راتلونکې اوونی کی به د ایران هېواد ته سفر وکړي .

ویل کیږي، چی د تهران د نفت لوبغالي روزونکی علی دایي د ایران د غوره لیک سیالیو نیم فصل ته د دروازه ساتونکي لپاره د غوراوي درې بڼې په نظر کی نیولي، چی به دي لړ کی د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی ویس عزیزی به د لبنان او سوریی له ملي لوبډلو له دروازه ساتونکیو سره په تهران کي آزمون ورکړي.

د ایران نفت لوبډله همدا اوس د ایران په غوره لیګ کې پېنځم ځای لري او په تېره اوونۍ کی وتوانید، چی د ایران فوتپال حذفي سیالیو وروستي جام ته لارپیدا کړي.

که ویس عزیزي د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی د ایران له نفت لوبغالي سره یو ځای شي دا به لومړی افغان لوبغاړی وي، چی د ایران په غوره لیک کی به لوبه وکړي.

About Written by: ariananews.af

Check Also

shapoor-zadran-of-afghanistan-celebrates

شاپور ځدراڼ له یوه مرګوني برید روغ رمټ وتلی

د افغانستان د کرکتملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ په داګه کړې،چې د شنبې ماښام کور …