عاجل خبرونه
Home / لوبی / شاپور ځدراڼ له یوه مرګوني برید روغ رمټ وتلی

شاپور ځدراڼ له یوه مرګوني برید روغ رمټ وتلی

shapoor-zadran-of-afghanistan-celebrates

د افغانستان د کرکتملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ په داګه کړې،چې د شنبې ماښام کور ته پرلار یې پر موتربرید شوی؛خو له بریده روغ وتلی دی.

نوموړی زیاتوي؛په ګاډي کې یې ورسره ورور غمی ځدراڼ هم و، چې هغه هم ژوبل شوی نه دی.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ پرهیچا شک نلري او له هیچا سره هم کومه شخصي ستونزه او دښمني نلري، چې دا ډول برید پرې وشي.

نوموړيله حکومت وغوښتل،چې د افغانستان د ملي لوبغاړیو امنیت ته جدي پام وکړي.

دا لومړی ځل دی،چې د افغانستان د کرکتد ملي لوبډلې پر یولوبغاړي دا ډول هڅه کیږي.

تراوسه د افغانستان کرکتبوردپه دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم د کابل پولیسو د دغه برید پخلی کړی دی. 

About Written by: ariananews.af

Check Also

vlcsnap-2017-01-19-16h05m01s254

بیات بنیاد په هېواد کې له اړو کسانو سره ژمنۍ مرستې پیل کړي

بیات بنیاد د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له یو شمېر هغو کورنیو سره د …