تازه خبرونه
کارټر: د افغان ځواکونو د پياوړتيا له پاره له نژدې کار ورسره کوو
د امریکا د دفاع وزیر د څرګندونو له مخې چې په هلمند کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو پېښه ښیي چې لا هم افغانستان کې ستونزمن کارونه په مخ کې دي.
د اشټون کارتر په وینا، له افغان دولت او ناټو سره به د افغان ځواکونو د قابلیتونو د پیاوړتیا له پاره نږدې کار ته دوام ورکړي، څو هغوي هغه سوله چې افغانان یې وړ دي، برابره کړي. له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت ویاند وایي چې له ترهګرۍ سره د هرې ممکنه لارې نه پر استفادې مبارزه د پاکستان په ګټه ده او له هغه هېواد سره به د امریکا درې سوه میلیون ډالر کېدونکې مرسته نورو پروګرامونو ته ځانګړې شي.
دغه امریکایي سرتېری چې د هلمند مرکز لښکرګاه ته نږدې د واټ غاړې بمي چاودنې له امله ووژل شو، لومړنی امریکایي سرتېری دی چې د جنوري میاشتې څخه تر اوسه وژل کېږي. دغې پېښه کې یو بل امریکایي سرتېری او شپږ افغان سرتېري ټپیان شول.
د امریکا دفاع وزیر پر دې پېښې د خپګان تر څنګ وایي، دا پېښه ښیي چې افغانستان لا هم یو خطرناک ځای دی او امریکا له افغان دولت او د ناټو له همکارانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د قابلیتونو د لوړولو له پاره له نږدې کار کوي، څو هغوی داسې سوله راولي چې د افغانستان خلک یې وړ دي او بله دا چې د امریکا دفاع وزارت وایي، واشنګټن په ځانګړې توګه له خنډونو سره په چلند کې، د افغان ځواکونو ملاتړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیتر کوک وايي: “په افغانستان کې خطرناک ځایونه شته، خو د افغان ځواکونو د ملاتړ او د قابلیتونو د لوړولو له پاره خپل کار ته دوام ورکوو څو د هلمند په ګډون نورو سیمو کې پر ستونزو غلبه وکړي. د هڅو یوه برخه هغو ساحو کې د افغان ځواکونو پیاوړتیا ده چې له خنډونو سره مخامخ شوي او هلمند یو له دغو ځایونو دی.”
د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي، په پاکستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د هغه هېواد په ګټه ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پاکستان د امریکا د درې سوه میلیون ډالرو مرسته له لاسه ورکړه، دا پیسې له حقاني شبکې سره په مبارزې مشروطې وې.
پیتر کوک زیاتوي: “مونږ له پاکستان سره نږدې اړیکې ته له ترهګرۍ سره د مقابلې په لار کې دوام ورکوو. دا په څرګنده د امریکا او پاکستان په ګټه ده چې له ترهګرۍ سره په هرې ممکنه لارې مبارزه وکړي. له پاکستان سره د امریکا د درې سوه میلیون ډالرو د مرستې په تړاو چې ورته ضرب الاجل ټاکل شوی و، دا مهال دغه پیسې نورو پروګرامونو ته ځانګړې کېږي.”
په هلمند کې د نښتو له زیاتوالي سره په یوه وخت نږدې درې سوه امریکایي سرتېري د دوشنبې په ورځ دغه ولایت ته ولېږل شول څو افغان ځواکونو ته چې د لشګرګاه د ساتنې په هڅه کې دي، مشورې او زده کړې ورکړي.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي