Connect with us

تازه خبرونه

په هېواد کې پياز د ډېر حاصل له کبله ارزانه دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-06-18h32m20s37

په کابل ښار کې پیاز پلورونکي څرګندوي چې سږ کال د پیازو حاصلات دومره ډېر و چې اوس يې بيه ډېره ټيټه ده. سره له دې چې پياز بهرنيو هېوادونو ته هم په قاچاقي توګه صادر شوي دي، خو د کرنې وزارت دا ستونزه تر اوسه نه ده اواره کړې.

دوی وایي، کومې سړخونې چې د پیازو د ساتنې له پاره جوړې شوې دي، ملکانو ته ورکړل شوې، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د ستونزې د حل له پاره یې جدي هڅې پیل کړې دي.

د پيازو بيه نن سبا خورا را لوېدلې، خو پلورونکي یې وایي چې ګاونډیو هېوادونو ته یې قاچاق پیل شوی او هغه ورځ هم لرې نه ده چې بیه کې یې د پام وړ لوړوالی راشي. دوی وایي، د پیازو د سږ کال حاصلات ډېر وو ځکه یې بیه را لوېدلې ده.

پیاز پلورونکی علي وايي: “دلته کورني پیاز بیخي زیات دي خو د قېمت د کنټرول او د قاچاق د مخنیوي په برخه کې يې کوم اقدام نه دی شوی چې دا ډېر ستونزمن حالت دی.”

د پیازو يو بل پلورونکی علي ګل ناظر وايي: “د کرنې وزارت د کورنیو پیازو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي، زمونږ د محصولاتو د پروسس امکانات نشته.”

د کرنې او مالدارۍ وزات وایي، سږ کال هېواد کې یوسل او یوڅلوېښت زره ټنه پیاز تولید شوي او د پیازو د اوسني بازار د کنټرول له پاره دوی لاس په کار شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد وايي: “د هېواد په کچه مو د پیازو تولید زیات شوی خو سړخونې کمې دي د کرني او مالدارۍ وزارت د دې ستونزې د حل له پاره یو منظم پلان جوړ کړی او کارونه یې روان هم دي ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.”

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، په پروان، کابل او بامیانو کې د پیازو او کچالو د ساتنې له پاره ۱۸۷۰سړخونې جوړې شوې دي خو دوی وایي، دغه سړخونې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي ته په پام سره بسنه نه کوي.

خبريال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!