Connect with us

بلخ @ps

په بغلان کې د مرکزي بغلان ځینې سیمې طالبانو ته سپارل کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-30-16h52m00s4

د بغلان ولایتي شورا د حکومت تازه پرېکړه افشا کړې ده. ددغه ولایت ولایتي شورا وایي، د مرکزي بغلان او د دغه ولایت له نورو سیمو د امنیتي ځواکونو ویستلو او طالبانو ته د دغو سیمو سپارلو اندېښنې راپورته کړي دي.

دوی وایي، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې د مرکزي بغلان ځینې سیمې طالبانو ته پریږدي.

 د بغلان ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف د حکومت له دې  کیدونکي اقدام پرده پورته کړې او وایي؛ د امنیتي بنسټونو د تازه پرېکړې له مخې، افغان ځواکونه به د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ځینو سیمو ووځي، چې ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.

مدني فعال نجیب الله احرار وایي، چې پر ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو سربېره اوس طالبان په دهنه غوري  ولسوالۍ کې هم اډې جوړوي او ځانونه تجهیزوي؛ خو حکومت  دغې ستونزې ته هیڅ پام نه دی کړی.

دوی وایي، د طالبانو په روزنه او تجهیز کې پاکستاني جنرالان ښکېل دي.

د نوموړي په وینا؛ وسلوال له بغلان څخه پېنځه شمال او شمال  ختیځ ولایتونه ګواښلی شي.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې حضور کولی شي کندوز، سمنګان، تخار او بلخ ته سرخوږی جوړونکی وي. دهنه غوري ولسوالۍ هم سمنګان او پلخمري ښار ته ګواښ ګڼل کیدلی شي او تاله او برفک سره یې سرحد کولی شي، بامیان هم وګواښي.

ډنډ غوري بله کلیدي او ستراتيژیکه سیمه ده، چې د طالبانو لپاره په شمال کې د طالبانو د جګړې د سوق او ادارې مرکز یادیږي؛ شمال لویه لار پرې هدف ګرځوي او داسې یوه سیمه به وي، چې په کې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو لپاره جنګیدونکیو طالبانو ته د ستړیا د رفع کولو ځای وي.

ډنډ شهاب الدین هم  د شمال ختیځ لویه لار ناامنیو  سره مخامخ کوي.

حکومت دغه څرګندونې ردوي او ډاډ ورکوي، چې طالبانو ته به د اډو جوړولو اجازه ورنکړ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاندصدیق صدیقي وایي، مونږ ترهګرو ته د هېواد یوه برخه هم نه خوشې کوو.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي، چې ترهګر په هېواد کې دننه اډې جوړې کړي او پراخ ګواښونه رامنځته کړي.            

پوځي شنونکی جاوید کوهستانی  وایي، چې دولت په بغلان کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره اراده نه لري او همدا به په راتلونکي کال کې د شمال جګړه لا پسې پراخه کړي.

په ۱۳۹۴ کال کې د حکومت د استازي ګلاب منګل او د ډنډ غوري د مشرانو تر منځ له هوکړې پرده پورته شوه؛ کومه هوکړه، چې پر بنسټ یې دغه سیمه طالبانو ته سپارل شوې وه او وروسته د شمال په  جګړې کې د طالبانو د تجهیز او ځالې په توګه یاده شوه.

ښایي اوس مرکزي بغلان هم له دې ډول یوه برخلیک سره مخ وي.

خبریال: باعث حیات

Advertisement

بلخ @ps

ايتالوي سيلانيانو د افغانستان په بلخ ولايت کې له تاريخي سیمو ليدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۲)

د یکشنبې پر ورځ د بلخ له تاریخي آثارو څخه د لیدونکیو یوې ډلې ایتالوي سیلانیانو څرګنده کړې، چې د ډاډمن امنیت له کبله بریالي شوي، چې په تېرو نهه ورځو کې له بامیان، هرات او کابل ولایتونو څخه هم لیدنه وکړي.

د نهو بهرنيو سيلانيانو دغه ډله وايي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال يې د دغه هېواد د خلکو له فرهنګ او دودونو سره مينه پيدا کړې ده.

دې سیلانیانو، چې د بلخ ولایت له تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو څخه د لیدنې لپاره مزارشریف ښار ته سفر کړی څرګندوي؛ له نهه ورځو راپدیخوا یې په افغانستان کې له تاريخي آبداتو لیدنه کړې او له باميانو، هرات او کابل وروسته اوس بلخ ته راغلي دي.

ایتالوي ګرځندوي لوکا په ډاګه کړې؛ زه ډېر ښه احساس لرم. زه له دې افغاني جامو سره د آرامۍ احساس کوم. دا جامې په ګرم موسم کې ډېرې ښې دي. واقعاً دا جامې د افغانستان د اقلیم لپاره جوړې شوي دي. کله، چې زه بېرته ایتالیا ته لاړم دا جامې به هلته هم کاروم.

 ایتالوي ګرځندویه راضیه وایي؛ زه ترکي الااصله ایتالوۍ یم. اوس افغانستان ته راغلې یم او د دې ښکلي هېواد له لیدو ډېره خوښه یم. دا هغه څه دي، چې ما د دې هېواد د ښکلا په اړه اوریدلي وه. زه دلته د دې ځای پر لیدو حیرانه یم.

دغه بهرني سیلانیان وايي، چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم فکر کیږي؛ خو تېره اوونۍ مو د خپل سفر په بهیر کې د افغان ټولنې مثبت واقعیتونه ولیدل.

 ایتالوي ګرځندوی رابرتو څرګنده کړې؛ زه واقعیاً ډېر خوشحاله یم، چې دلته راغلی یم او په‌دې ښکلي هېواد کې یوو. دا هېواد، چې لرغونی تاریخ او ډېر زوړ فرهنګ لري؛ زه یې رښتیا هم په لیدو خوشحاله یم.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي خبره کوي. او وایي؛ په‌ دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د  ګرخندوی آمر عبدالړاحد احدي وايي، چې د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ٢٠٠ بهرنيو سيلانيانو بلخ ته سفر کړى دى.

بلخ د هېواد په شمال کې د څه باندې سل لرغونو او تاريخي آثارو او سيمو لرونکی ولایت دي، چې هر کال ګڼ‌شمېر کورني او بهرني سيلانيان ورځي.

حضرت علي کرم الله وجه ته منصوبه مقبره، د مولانا جلال الدین د پلار خواجه پارسا ولي خانقاه  او د رابعې بلخي مقره  د بلخ ولایت له لرغونو او مهمو ځایونو څخه دي.

دغو ګرځندویانو ويلي؛ په افغانستان کې وضعیت د هغه څه برعکس دی، چې د یو شمېر بهرنیو رسنیو له لارې یې په اړه څرګندونې کيږي.

 

Continue Reading

بلخ @ps

د بلخ په مرکزي روغتون کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

 د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په دې ولایت کې د کانګو پر ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس په خلکو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې پر څرګندولو ويلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجيب الله توانا د کانګو تبې پر وړاندې د همغږۍ په غونډه کې وويل، چې تر اوسه په‌دې ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ ولایت د پېنځه سوه بستریز روغتون رییس داکتر نبی الله امیري ویلي؛ دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له څارویو سره له اړیکو ډډه وکړي.

دغه راز د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو له رسنیو او د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې له عامې روغتیا ریاست سره دې د خبرتیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د بلخ ولایت د کورنیو غړي، چې خپلوان یې په‌دې ناروغۍ اخته شوي، له نورو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د داکترانو لارښوونې دې جدي ونیسي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي ذبيح الله نوراني له رسنيو وغوښتل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ له زيانونو ځانونه خبر کړي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کانګو تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لوی اختر له رارسېدو سره به د څارویو د پیر او پلور په بازارونو کې نوره ګڼه ګوڼه هم پیدا شي.

Continue Reading

بلخ @ps

په بلخ هوايي ډګر کې له تېرو ۱۹ میاشتو راپدیخوا د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۲)

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولین وايي؛ په څه باندې یو کال کې یې د ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو او دری میلیون دالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد په شمال کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، چې په تېر کې له دې هوايي ډګر څخه د سرو زرو او امریکايي دالرو د قاچاق په تړاو ګڼې اندېښنې وې.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له دې هوايي ډګره د سرو زرو او دالرو د قاچاق مخه ونیول شوه.

د جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر مرستیال عبدالغفار فاروقي څرګنده کړې؛ په تېرو ۱۹ میاشتو کې توانیدلي، چې په دې هوايي ډګر کې د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو او دری میلیون امریکا يي دالرو د قاچاق مخه ونیسي.

د عبدالغفار فاروقي د څرګندونو له مخې؛ د یاد هوايي ډګر ۲۰ کارکوونکیو ته د ازبکستان هېواد له لوري مسلکي زده‌کړې ورکړ شوې، چې له همدې کبله په دې هوايي ډګر کې لازمې اسانتیاوي رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي؛ د هوايي ډګر برښنا له ۲۰ کلونو وروسته د جنراتوري برښنا پرځای له ښاري برښنا سره ونښلول شوه، چې له دې کار سره د ډېرلګښت مخه ونیول شوه.

په مزارشریف ښار کې د جلالدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې د آلمان او عربي متحده اماراتو پر مالي مرسته جوړ او پر پوره تجهزاتو سمبال دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!