Connect with us

تازه خبرونه

رباني: د کډوالو کوربه هېوادونه دې کډوال د سوريې جګړې ته نه لېږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

cvtry

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو کوربه هېوادونو ته سپارښتنه کوي چې دوی دې دغه افغان کډوال د سوریې جګړې ته نه لېږي.

د بهرنیو چارو وزارت دا مني چې د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو افغان حکومت ته د یوه لیک په رالېږلو کې غوښتي چې د بشارلااسد په ملاتړ د جنګېدونکو افغانانو مخنیوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، غواړي دغې ستونزې ته له ديپلوماتیکو لارو حل ومومي.

افغان دولت د بشارالاسد د وسله والو مخالفینو هغه لیک تر لاسه کړی چې په هغه کې یې له افغان دولت څخه غوښتي چې د سوریې جګړې ته د تلونکو افغانانو مخنیوی وکړي. په لیک کې ویل شوي چې د بشارالاسد په ملاتړ د ایران په مرسته جنګېدونکي افغانان په سوریه کې په جنګي جنایتونو او ګڼو وژنو کې لاس لري.

د بهرنیو چارو وزارت مسولین هم دا مني چې افغانان د سوریې په جګړه کې جنګېږي. د دغه وزارت ویاند وايي چې یو شمېر کوربه هېوادونه افغان کډوال د جبر او فشار له لارې اړ باسي چې سوریې ته د جګړې له پاره لاړ شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وايي: “نه يوازې دا مکتوب راغلی بلکې ډېر داسې راپورونه هم شته دي چې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې د ګواښ او يا هم د هڅونې له لارې د نړيوالو اصولو خلاف جګړې ته لېږل کېږي.”

رپوټونه وايي چې ایران له هغو افغان کډوالو سره د تابعیت د اسنادو او په ایران کې د دایمي اوسېدو د اسنادو ورکولو ژمنه کوي چې سوریې ته یې د جګړې له پاره لېږي. د ولسي جرګې غړي هم په دغه حالت اندېښنه ښيي.

د ولسي جرګې غړی سید اکرام وايي: ” د ډېرې اندېښنې ځای دی چې زموږ افغانان په سوريه کې جګړه کړي بايد چې افغان دولت يې مخه ونيسي.

رپوټونه وايي چې په ایران کې افغان کډوالو ته د جګړې تر روزنې وروسته هغوی په الوتکو کې سوریې ته لېږدوي چې د بشارالاسد په ملاتړ وجنګېږي.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!