Connect with us

تازه خبرونه

د کابل بريدونو ۳۸تنه ووژل، د کورنيو چارو وزارت يې په اړه څېړنه کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-11-19h02m53s102

د کابل د سې شنبې ورځې د غبرګو ځانمرګو بریدونوپه اړه، د کورنیو چارو وزارت څېړنه پيل کړې.دغو بریدونو کې چې مسولیت یې طالبانو منلی، ۳۸تنه ووژل شول. زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وایي، په قربانیانو کې امنیتي ځواکونه هم شته. په ټپیانو کې داسې کسان هم شته چې د خپلو کورنیو سرپرستان وو. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دغه پېښه تعقیبوي.

کابل کې څو میاشتې پرتلیز امنیت و، خو د سې شنبې چاودنو دغه وضعیت بدل کړ. سرچینې وایي، دغه بریدونه د یوه کس له خوا شوي دي. ویل کېږي چې بریدګر لومړی موټر بم عیار کړ او ورپسې یې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوځول. د پېښې ځای کې د خلکو له ټولېدو ورسته موټربم هم وچاودېد.

 کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي شورا د الحاقیې پر وړاندې دغو چاودنو کې اته دېرش تنه ووژل شول او ۸۶ نور ټپیان شول زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: “د پوليسو د پنځو تنو منسوبينو په ګډون شپږ تنه هم د پارلمان امنيتي کسان، دوه کسه د امنيت غړي هم په دې بريد کې وژل شوي.”

له بلې خوا د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په دې پېښه کې یوازې د ولسي جرګې ۳۶ اداري کارکوونکي وژل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت بیا د وژل شوو شمېر اووه دېرش او د ټپیانو اته نوي بولي. په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دغه پېښه څېړل کېږي.

خو ملکي وګړي چې ډېری دغو بریدونو کې قرباني کېږي، د دې تر څنګ چې دغه راز بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف بولي پر حکومت هم نیوکه کوي چې د خلکو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

د کابل ښار د لسمې ناحیې استازی عنایت الله وايي: “له حکومت مو غوښتنهده چې بايد د کابل ښار امنيت ونيسي او يوازې د خپلو لوړو ودانيو په فکر کې نه شي.”

په بريد کې ټپي شوی محمد رفیق وايي: “هغه د انګليس او يهودو مزدوران زموږ هېواد ته راغلي او حکومت يې هم يوازې غندي او په عمل کې هېڅ هم نه وايي.”

طالبانو د دغو بریدونو مسولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې دغو بریدونو کې امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!