تازه خبرونه
د نړۍ د سوکوهنې نړیوال اتل محمد علي کلي ومړ
د امریکا د تورپوستو د سوکوهنې یوه پېژندل شوې څېره محمد علی کلي د ۷۴ کلونو په عمر د تنفسي ناروغۍ پر لامل ومړ.
کلي، چې له ۱۹۸۴ کلونو څخه د پارکینسون له رنځه کړیده؛ څو ورځې وړاندې ورته تنفسي ناروغي پیدا شوه او د فونیکس د ښار په آریزونا روغتون کې بستر شوی و.
د ارواښاد کورنې د جمعې په ورځ رسنیو ته د هغه ناروغي د اندېښنې وړ ښودلې وه.
نوموړی د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې هم د تناسلي ناروغۍ له کبله بستر شوی و.
محمد علي کلي د نړۍ یوه پېژندل شوې ورزشي څېره وه، چې له مسلمان کیدو مخکې یې نوم کاسیاس کلي و.
هغه د تورپوستو په مدني خوزښتونو کې هم هڅانده برخه درلوده او د مارتین لوترکینګ په ګډون د یو شمېر نورو تورپوستو مشرانو تر څنګ په هلو ځلو اخته و.
ارواښاد په تېر دسمبر کې خپله وروستۍ وینا وکړه، چې په کې د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکيو نوماند دونالد ترامپ وروستۍ څرګندونې، چې امریکا ته یې د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي په اړه کړې وې، نیوکه وکړه.
محمد علي کلي له ۱۲ کلنۍ سوکوهنه پیل کړې او په ۱۹۶۴ کال کې د بوکس نړیوال اتل وپېژندل شو.
له اتلولۍ درې کاله وروسته یې یو جنجالي ګام پورته کړ او د امریکا په پوځ کې یې له خدمت کولو سرغړونه وکړه.
هغه سربېره پر دې، چې د ویتنام له جګړې سره یې ښکاره مخالت څرګند کړ دا یې هم وویل، چې مذهبي اعتقادات اجازه نه ورکوي، چې د امریکا په پوځ شتون ولري.
د امریکا پولیسو په همدې لامل هغه ونیوه او اتلولي یې هم ترې واخیسته.
محمدعلي، چې په پوځ کې له خدمته د تېښتې په تور پړ ګڼل شوی و؛ څو کاله د بوکس له ډګره هم لیرې پاتې شو؛ خو هغه مهال یې ، چې غوښتنه د قاضي په حکم محکمې ته وړاندې شوه، محکمي د نوموړي محکومیت لغوکړ او له ملامتۍ وژغورل شو او سپینې ماڼۍ په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا دویاړ لوړ مدال ورډالۍ کړ.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ23 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی24 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري