Connect with us

تازه خبرونه

د روژې په مياشت کې به د خوراکي توکو بيې کنټرول شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-30-20h30m24s149

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي او نورو اړینو توکو د بیو د کنټرول له پاره یې کمیسیون جوړ کړی دی.

د افغانستان د متشبثینوعالي بورډهم وايي چي د خوراکي توکو بیې به په خپل حال وساتي.هر کال لهمعمول سره سم د روژې په میاشت کې د لومړنیو توکو بیې لوړېږي.

هرکال د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره په بازارونو کېد لومړنیو توکو بيې لوړېږي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بیا وايي چي د قیمتونو د کنترول له پاره يېیو کمیسیون جوړکړیچېد رمضان د میاشتېپه رارسېدو به بازارکنټرولوي ترڅو قیمتونه لوړ نه شي دویوايي که هر سوداګر تقلب وکړي نو ورسره به قانوني چلند وشي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي: “د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په بازارونو کي د قېمتونود کنټرول له پاره یو کمیسیون ټاکلی ترڅو په ښار کې د لومړنیو توکو له قېمتونو څارنه وکړي.”

د متشبثینو عالي بورډ وایي چې د خپل بورډټولو سوداګرو ته یېسپارښتنه کړې چې د رمضان په میاشت کې د قیمتونو له لوړېدو ډډه و کړي او زیاتوي، هڅه به وکړې چې د لومړنیو توکو قیمتونه ټیټ وساتي.

متشبثینو د عالي بورډ رییس رحیم الدین حاجی اغا وايي: “مونږ خپلو ټولو سوداګرو ته ویلي چې د رمضان په میاشت کې د لومړنیو توکو قېمتونه لوړ نه شي بلکې هڅه کوو ترڅو په هېواد کې قېمتونه له اوسني حالت څخه ټیټ وساتل شي.”

په ورته وخت کي د متشبثینو عالی بورډوايي که څه هم دولت په دې وروستیو کې د خامو توکو په وارداتو تعرفه ټیټه کړېخو د برېښنا د قمېت ۲۵سلنه لوړېدل ورته د منلو وړ نه دي. خو د افغانستان د برېښنا شرکت وايي ټاکل شوی قیمت به په هېڅ ډول تغیر ونه کړي او ټولو ته یو ډول قیمت په نظرکې نیول شوی. دی

خبريال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!