Connect with us

تازه خبرونه

دفاع وزیر به د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر به د اجراییه مشر له خوا معرفي شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

kabina

د ملي یوالي د حکومت اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته نږ دې سړی سید حسین عالمي بلخي  وايي چې ولسمشر او اجرايي رییس د کورنیو چارو وزارت پرته د امنیتي او اقتصادي وزارتونو لپاره د وزیرانو د معرفي کولو په هکله  توافق ته رسیدلي دي.

دغه سرچینه وايي چې د را روانې اونۍ په منځ کې به ولسي جرګې ته د نوې کابینې د کاندید وزیرانو معرفي کول پیل شي.

په همدې وخت کې یوې بلې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اریانا نیوز ته د یو شمیر هغو کسانو نومونه واخیستل چې ښایي د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شي.

یوې حکومتي سرچینې اریانا نیوز ته وویل چې لوی درستیز شیرمحمد کریمي به د ملي دفاع وزارت ته ونومول شي، خو د کورنیو چارو وزارت لپاره تر اوسه د کوم وړ سړي په ټاکنه نه دي سلا شوي.

د بهرنیو چارو وزارت لپاره صلاح الدین رباني او سوداګرۍ وزارت لپاره سردار محمد رحیمي د کاندید وزیرپه توګه په پام کې نیول شوي دي.

دغه زاز رحمت الله نبیل د ملي امنیت د رییس په توګه  په لیست کې شامل شوی دی. عبدالستار مراد د کورنیو چارو وزارت لپاره او جیلاني پوپل د مالیې وزارت لپاره د کاندید وزیرانو په توګه په پام کې نیول شوي او دواړو لوریو ور باندې توافق کړی دی.

نوموړې سرچینه همداشان وایي چې د دواړو خواوو د توافق له مخې په پام کې ده دفاع وزیر د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر د اجراییه رییس له خوا معرفي شي.

په همدې وخت کې ډاکتر عبدالله عبدالله ته نږدې سړی سید حسین عالمي بلخي وايي چې د پاتې وزیرانو په نومونه خبرې روانې دي، او ښايي د    راتلونکې اوونۍ په منځ کې به ولسي جرګې ته یو شمیر کاندید وزیران معرفي شي.

د لندن تر کنفرانس مخکې افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني ویلي و چې نوې کابینه به د دوو یا څلورو اونیو په ترڅ کې ولسي جرګې ته معرفي کړي؛ خو درې اوونۍ تیرې شوي، د کابینې د جوړښت په هکله تر اوسه په رسمي  ډول د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

له بلې خوا اجرايي رییس وايي چې د نوې کابینې ټول ټول غړي به په یو ځل ولسي جرګې ته معرفي کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.

نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.

عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بې‌سارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.

مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.

د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسله‌والو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.

په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.

په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.

ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!