تازه خبرونه
امنيتي چارواکي د امنيت په ټينګښت کې ناکام دي
د ولسي جرګې غړي وايي چې د امنیت د ټینګښت له پاره د امنیتي چارواکو د ژمنو عملي کېدو ته باید ضربالاجل وټاکل شي. دوی وايي چې امنیتي مسولین د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.
د ولسي جرګې غړي وايي که ملي شورا له حکومت سره مسولانه چلند وکړي، د ستونزو حل به یو څه اسانه شي.
د ولسي جرګې غړي وايي چې امنیتي مسولین د امنیت د ټینګښت له پاره یوازې ژمنې ورکوي خو پوره کولای یې نه شي. دوی وايي چې د مسولینو د کمزورۍ له کبله نا امنۍ زیاتې شوېدي او وړاندیز کوي چې امنیتي مسولینو ته باید ضرب الاجل وټاکل شي.
د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي: ” امنيتي چارواکو ته بايد ضربالاجل وټاکل شي، ځکه د امنيت له پاره چې کومې ژمنې کېږي نه عملي کېږي او کشفي ارګانونه هم کمزورې هڅې کړي او بله دا چې په ننګرهار کې د داعش بريد هم د استخباراتو کمزوري ده چې دوی توانېدلي نه دي د داعش د ټوليدو څخه ځان خبر کړي.”
د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي: ” په کابل کې تښتونې او غلاوې هم ډېرې شوې دې، خلک امن نه احساسوي، آن داسې کورنۍ هم شته چې د دې ستونزو له کبله خپل اولادونه ښوونځي ته نه لېږي، د کورنيو چارو وزارت اړ دی چې د ښاريانو امنيت وساتي.”
د ولسي جرګې رييس وايي چې که جرګه مسولانه حرکت وکړي او په حکومت فشار واچوي، ښايي د ستونزو حل اسانه شي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي:” ولسي جرګه چې کوم صلاحيتونه لري له مخې يې کولای شو د دولت په جوړښت کې مثبت بدلون راولو، موږ د غلاوو، تښتونو او نورو امنيتي ستونزو شاهدان يو چې ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.”
ولسي جرګه له سخت دریځو سره د افغان ځواکونو مبارزه ستایي خو ټينګار کوي چې لومړی باید کمزورتیاوې معلومې او د حل له پاره یې ګام واخیستل شي.
خبريال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه19 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ17 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی18 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ