Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني: د نشه یي توکو قاچاق وړونکي به وځپل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-04-19h10m01s158

نوموړي په کابل کې د معتادینو د درملنې د مرکز په پرانیستغونډه کې وويل چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو سره جدي مبارزه کېږي.

ولسمشر غني پر دې ټکي د ټینګار تر څنګ وویل، اعتیاد د بېوزلۍ، کډوالۍ، د داخلي بې ځایه کېدو او بې کارۍتر څنګ پنځمه لویه ننګونه ده چې د هېواد له پاره دا مساله د اندېښنې وړ ده.

ولسمشر ټینګار کوي چې د نشه یی توکو تولید او ترې استفاده حرامه ده. د عامې روغتیا وزیر هم همداراز وويل چې څه باندې یوولس په سلو کې افغانان په نشه یی توکو روږدي دي.

ولسمشر هڅه کوي چې دغې ستونزې ته رسیدګي وشي. کابل کې د معتادینو د درملنې د ستر مرکز پرانیسته ښایی یوه حل لار وي. دغلته ولسمشر د نشه یي توکو قاچاق وړونکو ته خبرداری ورکوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي: ” يوه واړه اقليت د هېواد ډېر نفوس ګرو کړی دی، قاچاق وړونکي او د نشه يي توکو توليدوونکي د دې ناروغۍ اصلی مسولين دي چې بايد وځپل شي.”

ولسمشر غني له پخوانیو مسولینو ګیله کوي چې په وینا یې دوی دغې ستونزې ته کلونه کلونه پاملرنه ونه کړه او د نشه یيتوکو پر تولید اعتراض ونه شو.

ولسمشراشرف غني وايي: “کلونه کېږي چې موږ د منلو چاپيریال نه لاره، څوارلس کاله مخکې به چې هر ځل دا مسئله یاده شوه چارواکو به ويل چې دا زموږ ستونزه نه ده. موږ يې توليدوو، توليد يې حرام دی، خو دې کار ته اړ يو چې نورو ته يې صاروو په دې سره موږ ته ستونزه نشته موږ نه ورسره معتاد کېږو.”

د عامې روغتیا وزیر وايي، پر نشه یی توکو د روږدو کسانو شمېر له درې نیم میلیون اوړي.

د عامې روغتيا وزير فیروزالدین فیروز وايي: “په ۲۰۱۵ م کال کې په هېواد کې د نشه يي توکو د توليد کوونکو شمېر له ۲ اعشاریه ۹ څخه ۳ اعشاريه ۶ ته لوړ شو چې نژدې يوولس په سلو کې د هېواد نفوس جوړوي. د نشه يي توکو د مصرف کوونکو له ټولې ډلې څخه له يو نيم څخه تر دوو ميلياردو پورې معتاد دي او پاتې يې نشه يي توکي په لږه اندازه  مصرفوي چې په معتادو کې نه شمېرل کېږي.”

د عامې روغتیا وزیر پر نشه یی توکو اعتیاد جغرافیایي موقعیت، ناامني، ترهګري، ډله ییزو او تکراري کډواليو، د نشه یی توکو پر تولید او ورته آسان لاس رسی بولي.

فیروز الدین فیروز زياتوي:” په اوس وخت کې په هېواد کې د معتادينو د درملنې ۱۰۵ مرکزونه کار کوي چې دوی په کال کې له ۳۵ تر ۴۰ پورې معتادينو درملنه کوی شي، د هېوادوالو د معتاد کېدو له پاره ډېرې ستونزې شته دي چې عامې ستونزې يې ناامني، بېکاري، کډوالۍ او ترورېزم دي.”

د معتادینو د درملنې مرکز چې د بیا هیلو نوم ورکړل شوی، نن د ولسمشر او د هېواد د لومړۍ مېرمنې له خوا پرانیستل شو. دغه مرکز د کابل ختیځ کې پروت دی او مخکې له دې د ناټو تر قومندې لاندې د نړیوالو ځواکونو یوه اصلي اډه وه چې د فونیکس په نوم یادېده.

Advertisement

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!