تازه خبرونه
د هېواد په کچه په مليارډونو ډالرو په ارزښت ځمکه غصب شوي ده
ولسمشر غني وایي چې په هېواد کې د زور واکانو له خوا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ځمکه غصب شوې ده.
ولسمشر د ښاروالیو د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې که خلک د ښاروالانو له کړنو راضي نه وي، راتلونکې نه لري. ولسمشر زیاتوي چې په هېواد کې د حکومت ښاري ناکامه تګلاره خلک ځوروي او کابل ښار کې اویا سلنه کورونه له رسمي سند پرته جوړ شوي دي. ولسمشر د افغانانو په منځ کې د ښاري مالکیت د حس په را منځته کېدو او د ښاري فرهنګ پر رعایت ټینګار کوي.
ښاروالانو ته د ولسمشر تازه خبرداری داې دی، کوم ښاروالان چې خپل عواید زیات نه کړي، د حکومت له خوا به ورته پیسې ورنکړل شي. ولسمشر د ښاروالیو له خوا د نویو پروګرامونو پلي کول د افغانانو کلیدي غوښتنه بولي. خو دی وایي، نور نو له بهرنیو هېوادونو څخه د مرستو له غوښتلو ستړی شوی دی.
ولسمشر محمد اشرفغني وايي: “هر ښار يوه پټه خزانه ده، له ګدایۍ نور ستړي شوو، خو ښه ګدایان يو، په ګدايۍ سره نه شو کولای هېواد ودان کړو، ستاسې په څنګ کې په مليارډونو ډالر ځمکه غصب شوې ده.”
ښاغلی غني په هېواد کې ناکامه ښاري تګلاره د افغانانو له پاره ځورونکې بولي او وایي چې کابل ښار کې اویا سلنه کورونه له رسمي سند پرته جوړ شوي دي او دغه ښار کې په خپلسري توګه د لوړ پوړیزو ودانیو جوړولو پر عادي خلکو سیوری غوړولی دی.
اشرف غني زیاتوي: “که ښاريان تاسې رد کړئ نو ښه راتلونکې نه لرئ، عوايد مو ډېر کړئ، د عوايدو ډېرول ستاسې ازموينه ده، عوايد چې هرڅومره ډېر شي موږ مو مرسته کوو او که ډېر نه شول موږ يوه افغانۍ هم نه درکوو.”
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وايي: “موږ په هغې ښاري پروګرامونو سره چې تر لاس لاندې مو دي، هڅه کوو چې په دريو راتلونکو کلونو کې سل زره کسانو ته کار پیدکړو.”
خو د ښاري استوګنې او د ښاري فرهنګ د را منځته کولو له پاره څه باید تر لاس لاندې ونیول شي؟
ولسمشر اشرف غني زیاتوي: “ښاري مالکيت بايد د خلکو په منځ کې جوړ شي، موږ خپل کور پاکوو خو کثافات کوڅې ته غورځوو، بايد چې د خلکو تر منځ د ښاري فرهنګ حس پياوړی کړو.”
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي: “د کابل د دروازو عوايد په تېره يوه مياشت کې اووه په سلو کې ډېر شوي دي؛ نو تر راتلونکو اوو کلونو پورې به کابل په يوه په ځان بسيا ښار بدل کړو. موږ همداراز ۱۴۰ تنه په فساد ککړ کسان بندي کړي دي.”
ولسمشر غني دغه راز ټینګار کوي چې وروسته له دې به ښاروالان د ازادو سیالیو له لارې وټاکل شي او پروګرام ته په کتو سره به واک ورکړل شي. هغه وایي، اوس هم د ستر ښار ښاروال د لس میلیون افغانیو په ارزښت د پراختیایي پروګرام د منظوري واک لري.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه24 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ22 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی23 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري