Connect with us

تازه خبرونه

جنرال کمپبل: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستو په اړه به له سره غور وکړو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لوی قوماندان وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو له پاره نوي پلان ته اړتیا ده.

جنرال جان کمپبل وایي، د بهرنیو ځواکونو حضور باید داسې تنظیم شي چې د القاعدې او داعش مخ په زیاتېدونکی ګواښ ځواب او دفع کړي. دغه امریکایي جنرال وایي، ولسمشر بارک اوباما یې دا مهال وړاندیزونه څېړي.

د کندوز له پېښې وروسته جنرال جان کمپبل د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټه کې ویلي چې ولسمشر بارک اوباما ته یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستو په پلان د غور له پاره یو لړ وړاندیزونه کړي دي.

د امریکا د ولسمشر د مخکیني پلان له مخې، باید امریکایي سرتېري د ۲۰۱۶ کال په پای کې له شاوخوا لس زرو کسانو څخه زرو ته را ټيټ شي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لوی قوماندان جنرال جان کمپبل وايي:

«کله چې ولسمشر اوباما د ځواکونو د ویستو پرېکړه وکړه، په افغانستان کې یې د تېرو دوو کلونو وضعیت په پام کې نه و نیولی. د روان وضعیت له مخې، زه په دې اند یم چې باید خپلې مشرتابه ته د اوسني پلان په تړاو بېلابېلې ټاکنې وړاندې کړو.»

هغه زياتوي، په دې پلان باید ځکه غور وشي چې داعش او القاعده ورځ تر بلې افغانستان کې پیاوړي کېږي او د دې هېواد ځینو سیمو کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لوی قوماندان جنرال جان کمپبل همداراز وايي:

«تېر کال مونږ د دې لیدونکي وو چې داعش د افرادو د ګمارلو او د عملیاتي ظرفیتونو د لوړولو هڅه کوله همدا اوس افغانستان کې له زرو تر درې زرو داعش جنګیاليو حضور فعال دی.»

له بلې خوا د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو په سیمه کې په ځانګړې توګه افغانستان کې په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې ولسمشر رییس جمهور روسیه ولادیمیر پوتین وويل:

«مونږ اړتیا لرو چې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه کې په روان وضعیت خبرې او بحث وکړو چې په یقین سره زمونږ د اندېښنې وړ ده.»

د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان وايي:

«افغانستان کې وضعیت هره ورځ د خرابېدو په حال کې دی. همدا اوس د افغانستان په هغو سیمو کې چې له تاجکستان سره سرحد کې دي، په څه باندې شپېته سلنه کې یې نښتې او جګړې روانې دي، او مونږ یې د ساتنې له وضعیت سره مخامخ کړي یو. نو ځکه غواړم چې سیمه کې د امنیتي ترتیباتو اړوند مسایل تر بحث لاندې ونیسو.»

د امریکا څلور ستوریز جنرال نه دي ویلي چې سپینې ماڼۍ څخه یې له دوه زره شپاړسم کال وروسته په څه شمېر سرتېري غوښتي چې افغانستان کې پاتې شي، خو زیاته کړې یې ده چې له هغو زرو سرتېرو څخه چې د سفارت ساتنې مسولیت به ولري، زیات دي.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې افغانستان کې به د امریکایي سرتېرو راتلونکی حضور د بېلابېلو عواملو په بنسټ مشخص شي. مخکښ امریکایي سناتور جان مک کین وایي، افغانستان کې د پرمختګونو د ساتنې له پاره د امریکایي ځواکونو حضور حتمي دی.

 

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!