تازه خبرونه
غوره ده، چې د نړیوالو سرتېرو تشه پر ملي ځواکونو ډکه شي
د ناتو یو جګپوړی قومندان وایي؛ افغانستان ته د نورو نړیوالو سرتېرو د لیږلو پر ځای غوره ده، چې د ځواکونو تشه د ملي اردو ځواکونه ډکه کړي.
په بروکسل کې د ناتو د پوځي کمیتې یوسل و شپږ اویایمه ناسته د جګپوړیو پوځي قومندانانو په حضور کې پای ته ورسیده. دغه غونډه د ناتو له سرمشریزې یوه اوونۍ مخکې تر سره شوه، چې اصلي محور یې د افغانستان په اړه بحث و.
د ناتو د پوځي کمیتې رییس جنرال پیتر پاول وایي، د پریکنده ملاتړ ماموریت په غونډه کې د ۲۰۱۸ کال لپاره پر انعطاف منونکې او د شرایطو مطابق تګلارې پر وړاندیزونو تمرکز وشو، د بې ثباته امنیتي وضعیتپ پر دلیل، جګپوړیوامنیتي چارواکو د افغان ځواکونو پر زدکړو، سلا مشورو او مرستو ټینګار څرګند کړ.شک نشته، چې با ثباته افغانستان د سیمې د ثبات په ګټه دی او دغه راز د هر فرد ګټه خوندي کوي.
دغه راز د امریکا پوځي ورځپاڼې ستار اند استترایپ، لیکلي، چې د امریکا د استخباراتي ټولنې د یوې پټې څېړنې له مخې؛ د امریکا نوې جګړییزه تګلاره، چې تېره میاشت د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارانو لخوا تصویب شوې وه، په کې ویل شوي، چې د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي او د افغان دولت ساتنې لپاره پنځوس زره نورو امریکایی سرتېرو ته اړتیا ده.
د امریکا دفاع وزیر په ناروې کې ویلي، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو پرېکړه د ائتلاف پر نورو غړیو هېوادونو پورې تړلې ده.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وایي، مونږ به وروستۍ پرېکړې ته ونه رسیږو؛ خو دا، چې متحدان مو وروستۍ پرېکړه ونه کړي. دغه پرېکړه به ژر وشي او مونږ پرې کار کوو. مهمه دا ده، چې مونږ سمه پرېکړه وکړو؛ نه بېړنۍ هغه.
په اروپا کې د ناتو قومندان جنرال کرتیس اسکاپروتي په اوسني جګړه ییز حالت کې د یوې مسلکي او پیاوړې اردو جوړیدل ستونزمن کار بولي؛ خو ټینګار کوي، چې غوره ده د جګړې په ډګرونو کې نیمګړتیاوې د افغان ځواکونو لخوا لیرې شي.
ټاکل شوې د مې پر پېنځه ویشتمه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو سرمشریزه جوړه شي؛ خو مخکې له دې د امریکا د دولت یوه جګپوړي چارواکي ویلي وه، چې ولسمشر دونالد ترمپ سعودي عربستان ته د جمعې په ورځ د سفر پر مهال او د څه باندې ۵۰ اسلامي هېوادونو په غونډه کې د ګډون پر مهال په افغانستان او پاکستان کې له داعش او بنسټ پالو سره د مبارزې مساله تر بحث لاندې نیسي.
خبریال: فهیم نوري
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه19 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ17 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی18 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ