عاجل خبرونه

دفاع وزارت په روزګان کې د طالبانو لخوا د ۲۴ امنیتي ځواکونو وژل کیدل ومنل

(Last Updated On: October 05, 2017 7:48 pm)

د افغانستان دفاع وزارت له څلور ورځو وروسته ومنله؛ د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د یوې پوستې ۲۴ سرتېري او پولیس، چې د طالبانو په محاصره کې ول هغه مهال ووژل شول، چې مرسته کوونکي سرتېري پخپل وخت ورونرسیدل.  

ویل کیږي، چې ۱۸ یې د ملي اردو سرتېري او پاتې نور یې پولیس دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، چې دمګړۍ د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي؛ خو امنیتي ځواکونو له لاسه وتلې سیمې بیا نیولې دي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وایي، افغان امنیتي ځواکونونه تر پایه مبارزه کوي؛ خو ستونزه داده، چې د امریکایانو په ډاډ جګړه پیلوي او امریکایان په داسې شېبو کې چوپتیا بیا غوره بولي.

دغه راز یوه بله ستونزه هم شته، چې د سرپل ولایت د کوهستاناتو خلک ورسره مخ دي.

د دغې سیمې اوسیدونکی نصیر کشاورز وایي،  چې له کوهستاناتو اوس د پاکستان بلوچستان جوړ شوی او له طالبانو څخه په کې ملاتړ کیږي.

د سیمې خلک غواړي؛ که کوهستانات بېرته ونه نیول شي، ګاونډ ولسوالۍ به هم تر ګواښ لاندې راشي.

له دې مخکې سیګر ادارې ویلي وه، چې د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه خاوره د وسلوالو مخالفینو تر ولکې لاندې ده؛ خو دفاع وزارت یې څرګندونې رد کړې دي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

(Last Updated On: October 17, 2017 6:14 pm)چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت …