عاجل خبرونه

د پنجشېر ولایت ښاری پلان وړاندې شو

(Last Updated On: December 07, 2017 2:51 pm)

د ښاري پراختیا وزیر وایي، چی د هېواد ۶ ولایتونو ته یې ښاري ماستر پلانونه جوړ کړي، چی په دې ولایتونوکی کندهار، بلخ، لوګر، ننګرهار، کندوز، پنجشېر او هرات شامل دی، چی په پلی کیدو سره به یې په ښارونو کې اقتصادي خوزښتونه رامنځته شي.

د ښار او کور جوړونی  وزیر سید سعادت منصور نادری ویلي، د کور جوړونې په برخه کې مو د شپږ لویو ښارونو لپاره ښاري ماستر پلانونه جور کړري، چې  پنجشېر ته مو اوس راوړی او هڅه کوو دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغزیږي.

دغه راز نوموړي پنجشېر او پروان ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له هغو پروژو لیدنه وکړه، چی د دغه وزارت اړوند دي.

هغه وایي، چی د ښاري شوراګانو په وسیله به په ښارونو کې اقتصادي خوزښتونه هم  رامنځته شي.

د ښار او کور جوړونی  وزیر سید سعادت منصور نادری په پروان او پنجشېر ولایتو نو کی د ښاری پراختیا وزارت له اړوند ۹ پروژو څخه ځینې پرانستل شوې ګڼي او د یو شمېرنورو پروژو له کاره یې لیدنه وکړه.

نوموړي په پنجشیر ولایت کې د درې ولسوالیو د ودانیو احاطه وي یوالونو او د یو عامه کتابتون د بنسټ ډبره کیښوده او په پروان کې یې هم د ځینو ساختماني پروژو له کارونو ځارنه وکړه .

د دغو پروژو مالي لکښت یو سل و دوه اتیا میلیون افغانۍ کیږي، چی د وزارت له پراختیايي بودجې څخه تمویلیږي.

د پنجشېر والي انجنیر کمال الدین نظامي وایي، مونږ د ښارجوړونې وزارت له پروګرامونوهر کلی کوو؛ خو مونږ اوس هم د ښاري خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو او په دې برخه کې هیله لرو، چې سکتوري وزارتونه همکا ري وکړي.

د کلیو پراختیا وزیر وایي، چی په اوسنیو شراطو کی ۳۵ سلنه خلکو ښارونو ته مخه کړې، چې تر راتلونکیو لس کلونو به  دغه کچه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

هغه زیاتوي؛ په ښارونو کې اقتصادي بېخبنایي پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې په ښارونو کې اقتصادي ستونزې رامنځته نشي.

خبریال: اسلم حجاب

 

About Ariana News

Check Also

د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي

(Last Updated On: December 12, 2017 5:41 pm) د خپرندویو ټولنو لخوا د کاپي رایت …