Connect with us

تازه خبرونه

د وسلوالو مخالفینو د جګړې په وړاندې جګړه نه کول ښه غوراوی نه دی-مک ماستر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، که وسلوال مخالفین تاوتریخوالي روان ساتيي؛ نو په وړاندې یې جګړه نه کول ښه غوراوی نه دی.

جګړه او سوله د امریکا د تګلارې دوه مهم اړخونه بلل کیږي، چې د افغانستان او سویلي کوریا په وړاندې اعلان شوې ده او موخه یې له تاوتریخوالي څخه د افغانستان ژغورل ګڼل شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر وایي، د افغان دولت وسلوالو مخالفینو ته د سولې ور پرانیستی دی که؛ له تاوتریخوالي لاس واخلي، اساسي قانون ومني او د افغانستان په راتلونکي کې برخه واخلي.

نوموړی دا هم په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې بریالیتوب، د ترهګرو ډلو له منځه وړل دي.

د مک ماستر په وینا؛ مخالفې ډلې باید له افغان دولت سره خپله دښمني پای ته ورسوي، اساسي قانون ومني او د افغانستان راتلونکي کې ونډه واخلي، چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي؛ خو که ستاسو دښمنان سخت وجنګیږي، دا ښه غوراوی نه دی، چې ووایاست له هغو سره نه جنګیږئ او پایلې ته یې په طمع شئ.

د امریکا تګلاره د سیمه ییزې کړنلارې له لارې د افغانستان د مسالې پر حل متمرکزه ده.

نوموړی زیاتوي؛ ولسمشر له مونږ غواړي، چې یوه سیمه ییزه تلپاتې تګلاره ولرو، نه داسې تګلاره، چې یوکال دوام وکړي. حقیقت دا دی، چې مونږ په افغانستان کې شپاړس یو کلنې تګلارې درلودې. تاسې غوښتل په تګلاره کې  بنسټیز بدلون ووینئ، چې زماني قید ونلري. نوې تګلاره د دې پر ځای، چې پر یوې وړې ډلې ولاړه وي، پر سیمه ییزې تګلارې متمرکزه شوې ده.

هغه  تېرې تګلارې تر پوښتنې لاندې راولي، چې د ځواکونو د ویستلو لپاره یې مهال وېش ټاکه او په وینا یې کارنده نه وې.

مک ماستر په افغانستان کې د بریا  ځنګړی تعریف لري او وایي، په افغانستان کې د ګټلو موخه په واقعیت کې دا ده، چې اجازه ورکړو، افغانستان، افغانستان وي. لکه، چې ولسمشر وویل؛ نه دا، چې ملت جوړونه وکړو او نه دا، چې د امریکا په فکر هېواد جوړ کړو. په افغانستان کې بریا په دې معنا ده، چې نور په کې ترهګرې ډلې نه وي؛ ځکه، چې د افغانستان مساله په سیمه کې له پراخو اندېښنو سره تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ملاتړ د نوې تګلارې په اډانه کې د افغان دولت له اصلاحاتو او  پرمختګ رامنځته  سره تړلې ده.

خبریال: ههیم نوري

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!